Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63301
تاریخ انتشار : جمعه 28 مرغومی 1397 ساعت : 11:57:45

د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم نن نوم لیکنه کوي

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر نن د کابل  په کابل سټار هوټل کې د غونډې پر مهال خپل ټاکنیز ټیم معرفي کړی نوموړي ویلي چې تر اوسه د افغانستان د ۳۰ سیاسي احزابو او جریانونو ملاتړ له ځان سره لري.

د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم د حنيف اتمر په مشرۍ په کابل سټار هوټل کې له غونډې وروسته د ټاکنو کميسيون په لوري د نوم ليکنې موخه ځوځیږي.

د دغو ټاکنیز ټیم مشر حنیف اتمر پر خپل ټویټر لیکلي چې محمد یونس قانوني یې لومړۍ او حاجي محمد محقیق یې دوهم مرستیال دی.

د یاونې وړی دی چې تر دې مخکې عبدالطیف پدارام، زلمي رسول، رحمت الله نبیل، عنایت الله حافظ، او محمد حکیم تورسن له خپلو مرستیالانو سره د افغانستان را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو په توګه نوم لیکنه کړې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.