Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63325
تاریخ انتشار : چهار شنبه 3 سلواغه 1397 ساعت : 18:46:04

ایا تراوسه مو په دې فکر کړې چی په دریشې کوچنی بټن دڅه لپاره دی؟

ددغه بټن تاریخ ډیر دلچسپ دی بلکې ددغه کوچنی بټن په وجه جینز پتلون رامینځته شوی.

په حقیقت کښې دغه بټن په داسې ځایونو لګیدلی وی چې د دریشې یعنی دپتلون د اغوستلو او باسلو په وخت هغه تر ډیره حده راټولیږی او دغه وجه ده چې په دریشې او پتلون کوچنی بټن د کپړې او ټوکرې د شلیدو مخه نیسی.

ددغه بټن تاریخ ډیر دلچسپ دی بلکې ددغه کوچنی بټن په وجه جینز پتلون رامینځته شوی.

په اتلس سوه اویایمې میلادی لسیزې کښې کارګرې پرګنې داسې دریشې او پتلون استعمالول چې ډیر زر به شلیدل.

دغه کار ته په پام سره دیوه کارګر ښځې یوه خیاطی یعنی درزی ته وویل له یوه مظبوطې کپړې او ټوکرو داسې دریشې او پتلون وګنډی چې په اسانۍ سره شلیږی نه.

کله چې دډیویس په نوم دغه درزی دپتلون شاته په نوموړی برخې چیرې چې ډیر دباو وی د وسپنې کوچنی بټن ولګول نو بازار ته ددغه پتلون په راوتلو سره ډیر مشهور شو او ډیر ګاهکان یې پیدا کړل.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.