Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63334
تاریخ انتشار : سه شنبه 9 سلواغه 1397 ساعت : 19:06:08

اسرائيلو په سوريې کښې سخته ماتې خوړلې ده

د لبنان د حزب الله مشر بېګا له الميادين ټي وي چېنل سره په مرکه کښې په سوريې کښې د مقاومت د محور وروستيو کاميابيو ته په اشارې سره وويل، اسرائيلو په سوريې کښې سخته ماتې خوړلې ده.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سيد حسن نصر الله وويل، سوريه د اته کلن بحران په دوران کښې اوس په ډېرو ښو حالاتو کښې شتون لري.

د لبنان د حزب الله مشر زياته کړه ، اسرائيلو په سوريې کښې خپلې ټولې آرزوګانې او ارمانونه له لاسه ورکړي دي.

هغه همدارنګ د لبنان په پولو کښې د صهيونېسټانو خوزښتونو ته په اشارې سره وويل، د لبنان په خلاف په هر ډول احتمالي جنګ کښې به ټولې نيواکي زمکې د جنګ او جګړې مېدان وي.

سيد حسن نصر الله د دې په بيانولو سره چې حزب ا...په راتلونکو وختونو کښې هر ډول جنګ ته د داخلېدو لپاره په کافي شمېر کښې دقيق او نښه ويشتونکي توغندي په اختيار کښې لري زياته کړه، د لبنان مقاومت به په لبنان او حتی په سوريې کښې د اسرائيلو هر ډول تيري يا د حزب ا...د کسانو وژلې ته سخت ځواب ورکړي.

د لبنان د حزب الله مشر  د فلسطين مسئلې او د امريکې د پېړۍ معامله نومې  پلان ته هم اشاره وکړه او واضحه يې کړه، هيڅ يوه فلسطيني ډله به له دغه پلان سره موافت ونه کړي.

سيد حسن نصر الله د دې په بيانولوسره چې امريکه او د سعودي وليعهد محمد بن سلمان کوشش کوي د پېړۍ معامله عملي کړي وويل، دغه پلان له سختې ماتې سره مخامخ دے.

هغه د سعودي تيريګر ائتلاف په وړاندې د يمنيانو مقاومت هم وستائلو او دا خبره يې په ګوته کړه چې دغه مقاومت د تدريس او مطالعې وړتيا لري.

سيد حسن نصر الله زياته کړه، د يمن خلق به په قطعي توګه تيريګرو ته ماتې ورکړي.

هغه د ايران په خلاف د امريکې يواړخيزو بنديزونو ته هم په اشارې سره تاکيد وکړ، څلوېښت کاله وشول چې امريکه اود نړۍ ټول ډېکټاټوران دايران د اسلامي جمهوريت په مقابل کښې ولاړ دي خو هيڅ کار يې نه دے کړے شوے.

سيد حسن نصر الله همدارنګ د خپلې بدني سلامتيا په اړه خپرې شوې اوازې تکذيب کړې اوږ وې ويل د خداے په فضل په پوره سلامتيا کښې شتون لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.