Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63337
تاریخ انتشار : سه شنبه 9 سلواغه 1397 ساعت : 19:10:49

په قدس دصهونیسټانو په حملې د ملګروملتو سخت اعتراض

دملګروملتو پریکړه لیکونو د بیت المقدس پشمول دفلسطین په نیواکی سیمو کې د اسرائیلو هرډول نیواک او لاسوهنې منع کړی دی.

 دمینځنی ختیځ دسولې په بهیر کې د ملګروملتو دسرمنشی ځانګړی استازی نیکلای ملادینوف د قدس شریف په شمال کې په یوه کلی د صهونیسټ میشته ښارګوټی داوسیدونکو حمله شاک رامینځةکونکی او د نه منلو وړ ده.

 د پیړۍ دمعاملې په نامې سره دخپلو دسیسه ګر پلان نندارې ته د وړاندې کولو او اجرا کولو لپاره د امریکا له نوو خوځښتونو سره په یو وخت په نوی میلادی کال کې په بیت المقدس د صهونیسټانو دتیریو دوام لازیات او سخت شوی دی.

 په دې توګه بیت المقدس په نوی کال کې د دهغه د اسلامی هویّت د له مینځه وړلو لپاره د صهونیسټ میشته ښارګوټی د اوسیدونکو او د صهونیسټی پوځیانو په مرکز بدل شوی دی.

 دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسیدو وروسته دفلسطین بدلونونو ته په کتنې سره پوهیدلی شو چې د ټرمپ دغرضی چلندونو او پلانونو او له اسرائیلو څخه دامریکا د هراړخیزو ملاتړونو داعلانیدا په سیوری کې د فلسطینیانو په ضد دصهونیسټی رژیم سلطه غواړی اقداماتو لاپراخ اړخونه غوره کړی دی.

 په دغه شان شرائطو کې دی ، چې صهونیسټی رژیم دامریکا په شنې اشارې سره پر قدس دلازیاتې سلطې لپاره د یوې لارې دنقشې په برابرولو او پرمخ بیولو بوخت دی ،د دغه شان دسیسه ګر سیاست او ملګرتیا، د ویرې او وحشت د رامینځةکولو لپاره په سیمې کې د پوځی انډول د بدلولو په چوکاټ کې دامریکا له خوځښتونو سره سم داسرائیلو د سلطه غوښتنې زیاتیدا، دسیمې په هیوادونو د پیړۍ دمعاملې دپلان دمنلو په خاطر دی.

 دپیړۍ د معاملې یو اصلی چورلیز د قدس موضوع ده او د دغه پلان داجرا کیدا په بڼه کې به فلسطینیان له هر څه مخکې قدس له لاسه ورکړی.

د دغه شان دسیسې په چوکاټ کې ډونالډټرمپ ،پر قدس دصهونیسټ رژیم دلازیاتې سلطې لپاره دشرائطو دبرابرولو لپاره قدس ته د امریکا سفارت منتقل کړ.. اسرائیلو هم په پلان شوی او څرګند ډول دسیمې له اوسنیو حالاتو څخه په استفادې سره دقدس دیهودی کولو دپلان په بشپړولو بوخت دی.

تر ۲۰۲۰ کال پورې د قدس په بشپړ ډول د یهودی کولو ل لپاره دڅه دپاسه پنځلس میلیارډ ډالرو په بیلولو کې د بینیامین نتن یاهو دافراطی کابینې څه موده مخکې اقدام ، پر قدس د خپلو سلطه غواړو سیاستونو دپرمخ بیولو لپاره د دغه رژیم دخوځښتونو یوه برخه ده.

 په وروستیو کلونو کې دقدس په باب داسرائیلو خوځښتونه، لا سلطه غواړی شوی او پر قدس د بشپړ سلطې لپاره د دغه نیواکګر رژیم له لازیاتو ظرفیّتونو داستفادې لپاره د دغه رژیم دسپیرو خوځښتونو ښودنه کوی.

 قدس او دهغه زړۀ یامینځ،الاقصی جومات،هیڅکله دافراطی صهونیسټانو له تاوانونو اوسپیرو اقداماتو خوندی نه دی.

 په ټول کې دنیواکی قدس دیهودی کولو په موخې سره داسرائیلو د اقداماتو سختیدا ، د نړیوالو قوانینو اوتړونونو ښکاره خلاف ورزی ده. دملګروملتو پریکړه لیکونو د بیت المقدس پشمول دفلسطین په نیواکی سیمو کې د اسرائیلو هرډول نیواک او لاسوهنې منع کړی دی.

 پر بیت المقدس د سلطې لپاره د وحشی صهونیسټی رژیم په سلطه غواړو اقداماتو غبرګونونه ، په فلسطنیانو اونړیوالو دخپلو نیواکګرو سیاستونو په منلو کې د دغه بې شرمه رژیم دناکامۍ ښودنه کوی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.