Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63346
تاریخ انتشار : شنبه 13 سلواغه 1397 ساعت : 14:50:04

ټرمپ: په افغانستان کې په جګړه مو هر کال ۵۰ میلیارده ډالر لګیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هر کال یې په افغانستان کې ۵۰ میلیارده ډالر په جګړه مصرفیږي او زیاته کړې یې ده چې دغه جګړه باید پای ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر  ټرمپ تېره ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي چې په افغانستان کې روانه جګړه او لګښتونه باید پای ته ورسېږي.

“ماته په سوریه او افغانستان کې د نه ختمېدونکو جګړو نامحدوده لګښتونو او وژنو زیاته ګډوډي په میراث پاته شوې ده، ما د خپل کمپاین پر مهال په قوت سره وویل چې دا جګړې باید پای ته ورسېږي، موږ هر کال په افغانستان کې ۵۰ میلیارډ ډالر لګوو او هغوی مو سخت ځپلي چې اوس موږ د سولې په اړه خبرې کوو.”

ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره اونۍ نیوریاک ټایمز ورځپاڼې راپور ور کړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ ډونالډ ټرمپ ته په یو لیک کې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو لپاره د دغو ځواکونو د مصرف د کمېدو وړاندیز کړی وو.

دغې ورځپاڼې ویلي و چې د افغان ولسمشر په لیک کې د وړاندیزونو له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لګښت په کال کې دوه میلیارده ډالره کمېدلی شي او د ځواکونو شمیر تر درې زرو ټیټیدی شي.

امریکایي چارواکو په تکرار ویلي چې له افغانسان څخه د سرتیرو د ایستلو او په دې هیواد کې د جګړې د ختمولو هوډ لري.

په ورته وخت ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د ایستلو ژمنه تازه کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ له موافقي وروسته به خپل پوځیان له دغو هیواد څخه وباسي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.