Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63349
تاریخ انتشار : شنبه 13 سلواغه 1397 ساعت : 15:00:56

د پاکستان خلک د محمد بن سلمان له سفر سره مخالف دی

زمونږ خبریال وایی د پاکستان بیلابیلو ګوندونو او خلکو خپل هیواد ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له سفر سره مخالفت کړی دی .

د پاکستان او د سعودی عربستان د اړیکو د ښه کولو لپاره اسلام اباد ته د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د راتلونکی سفر په اړه د پاکستان د رسنیو له اعلان وروسته  د اینټرنیټ استعمالونکو او دغه راز د سیاسی او د مذهبی ګوندونو مشرانو له دغه سفر سره خپل مخالفتونه کړی  څرګند کړی او خپل دریځونه یې هم بیان کړی دی .

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د مجلس وحدت مسلمین د مشر مرستیال «علامه سید عبدالحسین الحسینی» د یمن  د ملت او دسیمې د ملتونو په وړاندې د سعودی عربستان ورانونکو او غلیمانه سیاستونو ته په غبرګون کښې وویل دیمن دخلکو پرضد د ال سعود رژیم حملې د زرګونو ملکی خلکو د وژل کیدا او ددغه هیواد بیخ بنایانو ته د مادی تاوانونو د رسیدا سبب شوی دی .

الحسینی پاکستان ته د ترهګرۍ د ترټولو ستر ملاتړی سړی محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل پاکستان ته د محمد بن سلمان له سفر سره د مخالفتونو اصلی علت د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی د وژلې مسله او په دغه جنایت کښې د محمد بن سلمان رول ګڼی .

ټاکل شوی ده چې د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د روان میلادی کال د فرورۍ په شپاړسمه(۱۶) نیټه پاکستان ته ورشی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.