Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63368
تاریخ انتشار : يکشنبه 21 سلواغه 1397 ساعت : 23:48:19

زلمی خلیلزاد د افغان پخلاینې په مناسبت د سیمې هیوادونوته په بل سفر وځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په  اړه د سیمې هیوادونوته خپل پنځم سفر پیلوي .

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د ورکړل شوي راپور له مخي په نږدې څو ورځو کې ښاغلی خلیلزاد له طالبانو سره ترکتلو او مذاکراتو مخکې خپل سفر له اسلام آباد پیلوي.

 د افغان سولې په هکله د دې پیلیدونکې سفر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارتر دې مهاله خبر نه دی ورکړی.

 پاکستاني رسنیو د خلیلزاد دغو سفر ته د هغه هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې له تیاریو یادونه کړې او ویلي يې دي چې د سفر وروستی تاریخ ښايي  په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د مسئلې د حل په موخه  په تېره جنورۍ میاشت کې کابل، اسلام اباد، نوي ډيلي او چین ته سفرونه کړي وو او د سفر په پای کې يې له طالب استازو سره په قطر کې شپږ ورځې د افغان سولې په اړه وغږیده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد د نوي پیلیدونکې سفر په باب څرګندونې بې وخته  بولي.

 په نړیوالو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار محمد امین کریم وايي،  “د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي د سفرونو دوام یو طبیعي امر دی او د افغانستان د کړکېچ داخلي، سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو ته په کتو، د سیمې له هېوادونو سره خبرې مهمې او لازمي دي، تر اوسه ډېرې خبرې نه دي حل شوي او دې ټولو ته په کتو د افغانستان په اوسني کړکېچ او قضایاوو کې پاکستان مهم رول لري.”


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.