Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63373
تاریخ انتشار : دوشنبه 22 سلواغه 1397 ساعت : 19:47:55

داسلامی انقلاب د بریالیتوب څلویښتمه کلیزه مو مبارک شه

د ایران ملت په دغه عظیم او پراخ لاریون کی یو ځل بیا د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح او د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای له ایډیالونو سره یو ځل بیا خپله ژمنه پخه کړه .

د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۰ کلیزې په عظیمو او میلیونی لاریونو کې چی په  څه د پاسه زرو ښارونو او لسو زرو کلیو  کې په یو وخت پیل شوی ، ایرانی ولس مړه دې وی امریکا او مړ دې وی اسراییل شعارونه ورکړل .

د ایران ملت په دغه عظیم او پراخ لاریون کی یو ځل بیا د اسلامی جمهوریت د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح او د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  له ایډیالونو سره یو ځل بیا خپله ژمنه پخه کړه .

شپږ نیم زره ایرانی او بهرنیو خبریالانو ، عکاسانو او فیلم جوړونکیو د اسلامی انقلاب د پرتمین برایلتوب د ۴۰ کلیزې د لمانځلو دستورو ته خبری پوښښ ورکړ .

د سلواغې د ۲۲ نیټې د یوم ا... په دستورو کی څه د پاسه درې سوه خبریالان بهرنیان دی .

د امریکا ، فرانسې ، انګلستان ، ایرلینډ ، وینزویلا او نورو هیوادونو سیاسی ، مذهبی ، سپورټی او پوهنتونی شخصیتونو  په دغو دستورو کی ګډون وکړ .

په دغو عظیمو دستورو کی نن په دوه زره کلومیټره واټن سره د قدر توغندی ، په اته سوه کلومیټره واټن سره د ذوالفقار توغندی ، او په اوه سوه کلومیټر واټن سره د قیام توغندی ننداره هم د لاریون په لاره کی یوه ځانګړی جلوه وه . همداراز له مځکی ، مځکې ته ، له هوا ؤ مځکی ته توغندویو ، د ډول ډول زغرګادیو  او نورو تجهیزاتو ننداره هم د لاریون والو له تاوده هرکلی سره مخامخ شوه .

زده کونکیو او محصلینو هم په لاسونو کې د ایران د بیرغونو ،  خوپنړکو او پلې کارډونو په درلودلو سره  مړه دې وی امریکا ، مړ دې  وی اسراییل او همداراز د ټرمپ او نتانیاهو د کارټونی انځورونو په درلودلو سره د دښمنانو له دسیسو خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه . 


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.