Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63380
تاریخ انتشار : سه شنبه 23 سلواغه 1397 ساعت : 19:18:44

د خلکو له مخالفتونو سره سره د بن سلمان امنیتی ټیم اسلام اباد ته ورسید

په پاکستان کی د عربستان د سفیر د اعلان په اساس بن سلمان له زرو نورو کسانو سره یو ځای تر راتلونکیو څلورو ورځو پورې پاکستان ته ورځی او دوه ورځې په په دغه هیواد کی شتون ولری .

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم تراوسه د عربستان د ولیعهد بن سلمان دپیچلی امنیتی تجهیزاتو ، وسایلو او همداراز سپورټی سامان پنځه ټرکونه  په  اسلام اباد کې دوه سترو هوټلونو ته منتقل شوی دی .

په پاکستان کی د عربستان د سفیر د اعلان په اساس بن سلمان له زرو نورو کسانو سره یو ځای تر راتلونکیو څلورو ورځو پورې پاکستان ته ورځی او دوه ورځې په په دغه هیواد کی شتون ولری .

پا کستان ته د بن سلمان د سفر په درشل کی په درست هیواد پراخ غوسه راپاریدلی ده او په تیرو څو ورځو کې په بیلا بیلو سیمو کې اعتراضی غونډې ترسره شوی دی .

دا په داسې حال کی دی چی د عربستان په مشرۍ د پوځی ایتلاف پاکستانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف هم  د ګل په ورځ په پنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه او خبرې اترې کړی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.