Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63387
تاریخ انتشار : پنج شنبه 25 سلواغه 1397 ساعت : 22:06:21

امریکا او صهیونیزم د ترهګرۍ اصلی جرړه ده

زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن د روسیې سوچی سیمې ته له روانیدا مخکې د سپاه پاسداران د شهید شویو کسانو کورنیو ، وسله والو ځواکونو ، او د ټولو قواو مشر ته د تسلیت په ویلو سره وویل

په مینځنی ختیځ کښې د ترهګرۍ اصلی جرړه امریکا او صهیونیسټ رژیم ده او له بده مرغه دسیمې ځینې عرب هیوادونه چې زیات تیل لری د ترهګرو ډلو مالی ملاتړی دی .

حسن روحانی زیاته کړه دا ډول جنایتونه او بزدیلیانې به دایران دستر ملت په پیاوړی ارادې هیڅ اغیز ونلری او دایران ولس هغه لارې ته چې انتخاب کړی یې ده په قدرت سره دوام ورکوی.

د ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې دایران ملت به سترو قدرتونو ته سر ټیټ نکړی  ځینو ګاونډیو عربو هیوادونو ته په وینا کښې چې ترهګرې ډلې دترهګرو  بریدونو لپاره د دوې له خاورې استفاده کوی وویل ګاونډیو هیوادونوته سپارښتنه کیږی چې د ښه ګاونډیتوب په وړاندې خپلو قانونی ژمنو ته پاې بند ووسی او ترهګرو ډلو ته د نورو ګاونډیو هیوادونو پرضد له خپلې خاورې د ناوړه استفادې اجازه ورنکړی .

حسن روحانی دسوریې په باره کښې د  روسیې د « سوچی » غونډې په هکله هم وویل  ددغه هیواد دځمکنۍ بشپړتیا ساتل د ایران لپاره اهمیت لری او د سوریې ټوله خاوره باید د دمشق دحکومت  په واک کښې ورشی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.