Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63393
تاریخ انتشار : يکشنبه 28 سلواغه 1397 ساعت : 16:31:22

د نامعلومو وجوهاتو په بنياد ملېشيا او انډونېشيا ته هم د بن سلمان سفر لغو شو

ملېشيا او انډونېشيا دوو هېوادونو ته د آل سعود وليعهد سفر د نامعلومو وجوهاتوپه بنياد لغو شو.

د ملېشيا د برناما سرکاري خبري اژانس د رپوټ له مخې د دغه هېواد وزيراعظم ماهاتير محمد پرون دخبريالانو په ټول کښې وويل، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د څه وجې له بيانولو بغېر ملېشيا ته خپل سفر لغو کړ او دغه سفر يې بل يو وخت ته وځنډوۀ.

همدارنګ د انډونېشيا خارجه وزارت هم په يوې بيانيه کښې دغه هېواد ته د سعودي وليعهد د سفر د لغو کېدو خبر ورکړ او وې ويل چې  انډونېشيا ته د هغه د سفر لپاره څه نوې نېټه نه ده ټاکل شوې.

له دې مخکې د پاکستان خارجه وزرات هم ويلي دي چې دغه هېواد ته د سعودي وليعهد سفر چې ټاکل شوې وه پرون د خالي په ورځ وشي وځنډېد او امکان دے چې نن اسلام آباد ته لاړ شي.

د يادونې ده چې د پاکستان په شمول په ځينو هېوادونوکښې د بن سلمان له سفر سره سخت مخالفتونه شوي او د مختلفوطبقوخلقو يو لړ احتجاجي مظاهرې او غونډې جوړې کړي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.