Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63401
تاریخ انتشار : شنبه 4 کب 1397 ساعت : 09:34:08

د ستنیدو د حق د لاریون په اته څلویښتمه جمعه ۴۲ فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول

د ستنیدو د حق د لاریون په اته څلویښتمه جمعه ۴۲ فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول

د فلسطین روغتیا وزارت بیګا د غزې په تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون په اته څلویښتمه جمعه د یو فلسطیني د شهادت او د یوڅلویښتو د زخمي کیدو خبر ورکړ.

د العالم د رپورټ له مخې، پرون د فلسطینیانو د ستنیدو د حق لاریون د (ابراهیمي حرم له شهیدانو سره د وفادارۍ) تر عنوان لاندې ترسره شو.

د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د فلسطیني مظاهره چیانو د ځپنې په بهیر کښې د جنګي ډزو سربیره د فلسطینیانو خلاف اوښلن او هم داشان زهرجن ګیسونه هم وکارول.

د فلسطینیانو له خوا د ستنیدو د حق ل صلحه ایز لاریون په غزې تړانګه کښې د (ځمکې د ورځې) په مناسبت د تیر کال د مارچ له دیرشمې نیټې پیل شوی چې لاهم دوام لري. په دغه لاریون کښې د اسرائیلي بوځیانو د ډزو او تشدد له امله تراوسه ۲۶۰ فلسطینیان شهیدان شوي او لږترلږه ۲۷ زره نور زخمي شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.