Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63403
تاریخ انتشار : يکشنبه 5 کب 1397 ساعت : 16:18:23

سعودي عربستان خپله لومړۍ ښځینه سفیره امریکا ته لیږي

سعودي عربستان خپله لومړنۍ ښځینه سفیره وټاکله، دغه ښځینه سفیره به په واشنګټن کې، د سعودي د شاهزاده خالد بن سلمان ځای ناستې شي.

په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفارت د دې هیواد له مهمو سفارتونو څخه دی، دغه سفارت د ریاض او واشنګټن د ډېرو نږدې اړیکو ښکارندوی دی.

په واشنګټن کې د سعودي عربستان نوې ګمارل شوې ښځینه سفیره، ریما بنت بندر آل سعود نومیږي، د بندر بن سلطان لور ده چې پلار یې د آل سعود له کورنۍ څخه دی او د ژوند ډېره  برخه یې په امریکا کې تېره کړې ده.

اغلې ریما د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د کشر  ورور خالد بن سلمان پر ځای په واشنګټن کې سفیره کیږي.

د راپورونو له مخې د دې تازه سفیرې ټاکل، د محمد بن سلمان د منتقد جمال خاشقجي تر وژل کیدو وروسته پیښو په غبرګون د سعودي عربستان یوه هڅه ګڼله کیږي.

ښاغلی خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې د ننه،  د هغې ډلې له خوا ووژل شو چې ریاض ور لیږلې وه. د دغې پیښې په غبرګون کې د عربستان ډېری غربي متحدانو او په امریکا کې جمهوریت غوښتونکو قانون پوهانو،  د سعودي عربستان په ولیعهد محمد بن سلمان د دغې وژنې تور پورې کړ.

تر دغې نوې سفیرې مخکې خالد بن سلمان په واسنګټن کې له ۲۰۱۷ کال راهیسي د سعودي عربستان سفیر وو.

ریما بنت بند آل سعود په خصوصي برخو کې کار کړی دی او له هغو وروسته د عربستان د سپورټ له ادارې سره یو ځای شوه، دغه میرمن د ښځو د حقونو یوه فعاله وه، غوښتل یې چې پر نوور برخو سربیره د ښځو شمېر د سپوټ په ډګر کې هم زیات شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.