Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63415
تاریخ انتشار : سه شنبه 7 کب 1397 ساعت : 16:29:09

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته په پښتو ژبه تویټ کړی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دغو ټویټ کې ویلي چې د هېواد اړونده  ادارو ته یې لارښونه کړې چې په پاکستان کې ثبت شويو افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو اجازه ورکړي.

د پاکستان لومړي وزیر افغان کډوالو ته دغه ټویټ په  “پښتو”  کړی دی هغه په دې ټویټ کې دا هم ویلي چې له دې وروسته افغان کډوال د ژوند په نورو چارو کې هم “باقاعده” برخه اخیستلی شي.

عمران خان خان په دغو ټویټ کې زیاتوي چې، په بانکونو کې د حسابونو پرانیستل او د ژوند په نورو چارو کې په باقاعده توګه ونډه اخیستل هغه څه وو چې مخکې لا باید تر سره شوي وای.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ شاوخوا اته میلیونه افغانان بې ځایه دي. له دغې ډلې نه یې شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي چې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا ١،٣ میلیونه یې ثبت او راجستر دي.

همدغه راز درې میلیونه نور افغانان په ایران کې ژوند کوي چې یو میلیون یې ثبت او راجستر شوي دي. خو د رپوټونو له مخې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند شرایط هم ښه نه دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.