Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63419
تاریخ انتشار : سه شنبه 7 کب 1397 ساعت : 16:44:47

له معظم رهبر سره د بشار الاسد په کتنه کښې په راتلونکو دسیسو باندې د څارنې په ضرورت ټینګار

د ایران اسلامي جمهوریت د سوریې له ولس او حکومت سره مرسته د مقاومت د بهیر او خوځښت مرسته ګڼي او د زړه له کومې پرې ویاړ کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت اللہ العظمی امام خامنه اي پرون په تهران کښې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد په کتنه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره، د سوریې د بریالیتوب او د امریکې او د هغې سیمه ایزو انډیوالانو ته د ماتې ورکولو راز یې د سوریې د ولسمشر او د دغه هیواد د خلکو استقامت او په مقاومت یې د هغوي کلکیدل وبلل او د راتلونکو دسیسو په وړاندې د خیال ساتنې په ضرورت یې ټینګار وکړ.

بې شکه لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه، سوریه د خلکو په دریدنې او ملګرتیا سره وتوانیدله چې د امریکې، اروپا او د هغوي د سیمه ایزو انډیوالانو د ستر ائتلاف په وړاندې ودریږي او له دې پيښې په کامیابۍ سره ووځي. خو د دې بریالیتوب ترڅنګ د سیمې په روانو مهمو حالاتو کښې مهمه مسئله د هغوي د دسیسو او له نورو لارو یې د نفوذ لپاره د سپیرو پلانونو په وړاندې د هوښیارۍ ساتل دي.

د حائل سیمې مسئلې ته د معظم رهبر اشاره چې امریکایان یې په سوریې کښې د جوړولو په تکل کښې دي، د دې بهیر لا مهم اړخونه څرګندوي. دوي دا تحرکات د یوې خطرناکې دسیسې په توګه یاد کړل چې باید په پریکنده توګه رد کړی شي او په وړاندې یې ودریدی شي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په عراق او سوریې کښې د مؤثره شتون لپاره د امریکایانو پروګرام د هغوي د پلانونو یوه بله بیلګه وبلله او ټینګار یې وکړ: ایران او سوریه ژوره ګډه سټراټیجي لري او په دې ارتباط پورې تړلی د مقاومت د بهیر هویت او قدرت دوامداره او سټراټیجک دی نو په دې وجه به دښمنان خپل پلانونه عملیاتي نه کړی شي.

سوریه د خپلو خلکو په ملګرتیا باندې په متکي استقامت سره وتوانیدله چې امریکا، اسرائیل او د هغوي سیمه ایز انډیوالان له جدي چیلنج سره مخامخ کړي. دا بهیر که څه هم سخت او ګران و خو په سوریې کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې ډګر ته پر وخت د ایران په وردانګلو سره د داعش فتنه غلې شوه. خو سیمه لاهم د ګواښونو او د ثبات او ټکاؤ د خرابونکو لاسوهنو له خطر سره مخ ده. امریکا ښه پوهیږي چې د اسلامي مقاومت د ماتولو لپاره په هر قیمت باید په سوریې کښې د پښې ځاې وساتي.

په اوسنیو حالاتو کښې د امریکايي صهیونیسټي پلان هدف یو ځل بیا د دیني، مذهبي او قومي کړنلارو په بنیاد د سوریې ټوټې کول او په سیاسي رژیمونو یې ویشل دي. خو د امریکې حکومت پوهیږي چې دا پلان په هغې چټکتیا سره نه شي تعقیبیدی څنګه چې د سایکس پیکو موافقې له مخې د عربو هیوادونو ابتدايي تجزیه وشوه. ځکه تاریخي شرایطو او د سوریې د خلکو ملي پالنې داسې عوامل رامینځته کړي دي چې د ځان د دفاع او د دغې طرحې د له مینځه وړلو توان لري. په دې کښې ترټولو مهم عوامل، د سوریې د خلکو ترمینځ دیني، ملي، کورني، اقتصادي او ټولنیز پيوندونه دي.

هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سوریې د قومونو او مذهبونو ترمینځ د امریکې او د هغې د سیمه ایزو ملګرو تفرقه اچونکو هلوځلو ته په اشارې سره وویل: دې کوششونو اپوټه نتیجه ورکړې ده او نن سبا په سوریه کښې کُردان او قبایل له حکومت سره ښې اړیکې لري او حتی ځینې ډلې چې له حکومت سره یې د نښتو او اختلاف مخینه درلوده، نن سبا د امریکې او سعودي عربستان د نظر په اپوټه، له حکومت سره ملګرې شوې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.