Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63425
تاریخ انتشار : پنج شنبه 9 کب 1397 ساعت : 16:41:22

خليلزاد ادعا کوی په دوحه کې د سولې خبرې لاسته راوړنې لري

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې د دوحې په ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ وړمه ورځ او پرون له غرمې وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي ژور بحثونه شوي.

 زلمى خليلزاد وايي، په دوحه کې د سولې خبرې لاسته راوړنې لري او د شنبې په ورځ به دواړه لوري خپلو کې له مشورو وروسته بيا خبرې پيل کړي.

د طالبانو او امريکا د مذاکراتي ډلو ترمنځ پنځمه ناسته د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې پيل شوې ده.

د تېرې دوشنبې په ورځ هم د دواړو لورو ترمنځ تعارفي ناسته شوې وه.

په افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په دوحه کې له طالبانو سره د تېرو دريو ورځو خبرو لاسته راوړنه لرله.

ده د لاسته راوړنو په اړه جزئيات نه دي ورکړي خو وايي د سولې په اړه خپل ورو، خو ټینګ ګامونه پورته کول ځکه روان ساتو، چې دواړه لوري یو او بل ښه وپېژني او په پای کې سولې ته ورسیږي.

.هغه زياتوي چې نن او سبا به دواړه خواوې په خپلو کې سره سلا مشورې وکړي او د شنبې په ورځ به له پلان سره سم بيا پر څلورو مهم مسايلو خبرې وشي.

ده د يادو څلور مسايلو په اړه هم جزئيات نه دي ورکړي.

خليلزاد وايي، د دې تر څنګ چې خبرې په دوحه کې دوام لري، په کابل کې هم د يو ملي ټيم په جوړښت کې پرمختګ شوى چې له طالبانو سره به بين الافغاني خبرې پر مخ بوځي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي چې د دوحې په ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ وړمه ورځ او پرون له غرمې وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي ژور بحثونه شوي.

مجاهد زياتوي چې پرون له غرمې وروسته پر دې موضوع هم خبرې شوې چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. دى وايي چې دغه مجلس تېر ماښام پای ته ورسېد.

هغه هم وايي چې نن او سبا به دواړه مذاکراتي ډلې په خپل منځ کې مشورې او د درېیمې ورځې بیا ناستې لپاره تیاری کوي او راتلونکې غونډه به دوه ورځې وروسته د شنبې په ورځ جوړه شي.

خلیل زاد په داسې حال کی  په خبرو اترو کی د بریاو ادعا مطرحوی چی د افغانستان او سیمې د مسلو ډیر کارپیژاندی په دې باور دی چی دغو خبرو اترو تراوسه کومه خاص بریا نده درلودلی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.