Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63438
تاریخ انتشار : يکشنبه 12 کب 1397 ساعت : 11:49:41

د پاکستاني او هندي پوځیانو ترمنځ بیا خونړۍ نښته شوې

د راپورونو له مخې تېره شپه پاکستاني عسکرو د هند لوري ته یو توغندی توغولی چې له امله یې څو کورونه وېجاړ شوي او د یوې کورنۍ درې غړي پکې وژل شوي دي.

د هند په ځوابي ډزو کې دوه پاکستاني عسکر او څلور ملکیان وژل شوي دي. پاکستاني لوري د خپلو عسکرو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی او وایي چې د هندي عسکرو په برید کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې پاکستان نیول شوی هندی پیلوټ ازاد کړ. پاکستان وویل، نه غواړي جګړه وکړي نو د حسن نیت په موخه یې دغه پیلوټ ازاد کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.