Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63449
تاریخ انتشار : چهار شنبه 15 کب 1397 ساعت : 16:33:23

ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی

د تیر په پرتله روان کال په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې کمې شوې دي.

په ننګرهار کې د ښځو چارو رئیسه مېرمن فتانه عزیز تلوسې راډیو سره په خبرو کې وویل روان کال چې اوس یې د پای ورځې دي له دوی سره د اجباري ودونو   ۱۲۲ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په تیرو کالونو کې دا کچه خورا لوړه وه .

مېرمن فتانې وویل د دغو پیښو له جملي شپږ هغه یې د دوی له لورې په عدلي او قضایي ادارو کې څارل کېږي.

 د ښځو چارو رئیسې وویل په روان کال کې له دې امله په دې ولایت کې د اجباري ودونو په پیښو کې کموالی راغلی چې له یوې خوا د خلکو د پوهې کچه لوړه شوې او له پله پلوه عدلي او قضایي ادارو ته د خلکو لاسرسی هم زیات  شوي.

خو په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر چارواکي وایي لاهم په جبر د مېرمنو  ودولو د پیښو له امه اندیښمن دي.

د دغې دفتر د ښځو د برخې مشره انجینر هاشمه شریف وایي دیني عالمان په ټولنه کې مهم رول لري او خبري یې هم خلکو ته د باور وړ دي نو عالمان دي باید د اجباري ودونو د نکاح له تړلو ډډه وکړي او دا چاره به د دي لامل شي چې څوک په جبر انجلې ځانته کوژده نکړي.

یو شمېر مدني فعالان بیا پر دې اند دي چې په جبر واده کول د کورنۍ نظام د ګډوډوۍ لامل او د اولادونو د ناسمي روزني سبب ګرځي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.