Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63458
تاریخ انتشار : شنبه 18 کب 1397 ساعت : 21:28:13

د سامرا د لمر پټېدنه د امام علی النقی الهادی علیه السلام ځانګړنه


د امام هادي عليه السلام قيمتي ملغلرې
1: امام د خپلو پلار نيکونو په حواله د پيغمبر له خلې فرمائي: ايمان هغه دي چې زړونه ئې ومني او د اعمالو په وسيله څرګند شي. او د هغه تصديق وشي. او اسلام دا دی چې په ژبې جاري شي او وادۀ حلال کړي.
2: څوک چې له ځانه راضي او خوښ وي نو خفه کسان او ناراضيان به ئې ډير وي.
3: ټوقې او چټي کارونه د بې عقلو مشغولتيا او د ناپوهو کار دی.
4: څوک چې خپله دوستي، خير غوښتنه او خپل نظر ستا په واک کښې درکړي نو تۀ هم خپل اطاعت د هغۀ په اختيار کښې ورکړه.
5: څوک چې خپل ځان هيڅ نۀ ګڼي او ځانته هيڅ ارزښت نۀ ورکوي، د هغۀ له شره ځان بچ مۀ ګڼه.
6: دنيا يو داسې بازار دی چې په کښې ګټه وکړي او څوک تاوان .
7: څوک چې د خدائې پروا او ويره ولري، خلق د هغۀ پروا او ويره لري، څوک چې د خدائې اطاعت وکړي خلق به د هغۀ خبره مني او څوک چې خدائې مني او د هغه اطاعت کوي د مخلوقاتو د غصې او قهر پروا نۀ لري.
8: حليم او نرم ظالم، کيدی شي د خپلې نرمۍ په وجه وبخښل شي.
9: هغه کس چې په حقه وي او په کم عقلۍ او ناپوهۍ سره چلند کوي کيدی شي چې د خپلې ناپوهۍ او کم عقلۍ په وجه د حق نور مړ کړي.


د امام نقی عليه السلام شاګردان
سره له دې چې د ظلم او ساډوبۍ فضا له امامه د استفادې امکان ډير کم کړې ؤ خو د امام ځينو ليوالو او مينه والو له خپل ظرفيت سره سم له امامه فيض حاصل کړ. شيخ طوسي(رح) د امام هادي عليه السلام د راويانو شمير 185 تنه ښودلي دی چې په دغو کښې ځينې ځلاندې څيرې دا دې:

1: حضرت شاه عبدالعظيم حسني(رح):
دوي په راويانو او محققانو کښې لوئې مقام درلود او د شپږم، اوم او اتم امام ځينې لوئې اصحابان ئې ليدلي وو. او په خپله د امام جواد عليه السلام له مهمو راويانو او شاګردانو ګڼل کيږي.

صاحب بن عباد وائي: عبدالعظيم حسني په ديني چارو خبر او په مذهبي او قراني مسائلو پوره پوهه ؤ.

ابو حماد رازي وائي: د امام هادي عليه السلام خدمت ته حاضر شوم او د ځينو مسئلو پوښتنه مې وکړه. کله چې د امام له خدمته رخصتيدم وې فرمايل: کله چې درته څۀ ستونزه او مشکل درپيښ شو نو له عبدالعظيم حسني پوښتنه کوه.

حضرت شاه عبد العظيم د حکومت د څارګرو تر څارنې لاندې ؤ. او له خطرې څخه د بچ کيدو لپاره ايران ته راغي او په "رۍ" ښار کښې ديره شو. دي د امامانو په زمانه کښې له باوري راويانو ګڼل کيږي. د امير المومنين حضرت علي عليه السلام د خطبو په باره کښې ئې يو کتاب ليکلي او يو بل کتاب ئې هم د "يوم و ليله" په نوم مشهور دی. ددې بزرګوار زيارت د ايران د تهران ښار په خوا کښې په "رۍ" ښار کښې دی.

2: حسين بن سعيد اهوازي(رح):
د امام رضا عليه السلام، امام هادي عليه السلام او امام جواد عليه السلام له ملګرو څخه ؤ. او له دغو درې واړو څخه ئې روايتونه نقل کړي دي. په اصل کښې د کوفې دی خو له ورور سره اهواز ته او بيا قم ته راغي او په قم کښې له دنيا لاړ. حسين بن سعيد د فقې عالم ؤ.

3: فضل بن شاذان نيشابوري(رح):
يو لوئې شخصيت، لوئې فقيه او توانمن او يو متکلم ؤ. مرحوم شيح طوسي دې د امام هادي عليه السلام او امام حسن عسکري عليه السلام له ملګرو بللی دی. او د رجال ځينو عالمانو هغه د امام هادي عليه السلام له اصحابو ياد کړی دی. دۀ قابو 180 کتابونه ليکلي چې الايضاح کتاب په کښې د علم کلام او د عقائدو د شننې دی او ډير مشهور دي.


د امام نقی علیه السلام ځينې کرامات
له امام هادي عليه السلام ډير کرامات پاتې دي چې د تاريخ په کتابونو کښې ليکل شوي او د ټولو وړاندې کولو ته يو ځانته کتاب پکار دي. زۀ دلته د هغوي په څو کرامتونو ځغلند غوندې نظر کوم.

1: په وړوکوالي کښې امامت او لار ښوونه:
لکه څنګه مې چې مخکښې هم اشاره وکړه، امام هادي عليه السلام د خپل ګران پلار له شهادته وروسته په اتۀ کلنۍ کښې امامت ترلاسه کړ او دا په خپله د هغوي له روښانه کراماتو څخه ده ځکه چې ديو اسې مقام او لوئې مسئوليت او دندې سمبالول چې الهي دنده ده، نۀ يوازې د ماشومانو بلکې د ډيرو لويو له لاسه هم نۀ کيږي. او دې ته په پام سره چې د هغه وخت مسلمانانو او د امامانو منوونکو به د يو امام له شهادته وروسته په بيلا بيلو مسئلو کښې بل امام ته رجوع کوله او کله کله به ئې هغه ازمايلو، همداراز د امام هغه خپلوان او علويان چې لوئې وو، د امام کور ته ئې تګ راتګ درلود او له امام سره ئې ګډ ژوند درلود. نوناممکنه وه چې يو وړوکي ماشوم د خدائې پاک له تائيد او مرستې پرته او له خدائې سره له ارتباطه علاوه داسې لويه ذمه واري پوره کړې شي او ګرانو ګرانو پوښتنو ته سم ځوابونه وويلي شي. او بله دا چې دا خو هر يو کس کولې شي چې پوهه شي چې ايا دا يو معمولي سړي يا ماشوم دي او که نۀ رهبر او لارښود دی او بل مقام لري.

2: د واثق د مرګ خبر:
خيران اسباطي وائي له عراقه مدينې ته لاړم او د امام هادي عليه السلام په خدمت کښې حاضر شوم. هغوي له ما وپوښتل چې واثق څنګه ؤ، ومې ويل روغ رمټ ؤ او ما ته ئې ښه پته ده ځکه چې اوس اوس له هغۀ راغلې يم. امام وفرمايل: خلق وائي چې هغه مړ شو. کله چې امام دا خبره وکړه نو پوهه شوم چې د خلقو نه د هغۀ مطلب خپل ځان دی. بيا ئې ماته وويل متوکل څۀ کول؟ ومې ويل: په بند کښې په ډير بد حالت کښې ؤ. وې فرمايل: هغه به خليفه وي. بيا ئې وفرمايل: ابن زيات څۀ کول؟ ومې ويل بس د هغۀ خبره چليده او خلق ئې ټول ملګري وو. وې فرمايل: مشري او واکمني هغۀ ته سپيرۀ ده. بيا لږ غلی شو او وې فرمايل: د خدائې پاک د احکامو له اجرا او تقديره تيښته نشته. اي خيرانه! واثق مړ شو، جعفر متوکل د هغۀ ځائې ونيو او ابن زيات ووژل شو عرض مې وکړو: کله؟ وې فرمايل ستا له راوتلو شپږ ورځې پس. او څو ورځې پس د متوکل قاصد مدينې ته راورسيد او قيصه هماغه شان وه، څنګه چې امام فرمايلې وه.[1]

3: په ترکۍ ژبه خبرې:
ابو هاشم جعفري وائي کله چې د واثق د لښکر سرخيل بغا د عربو د نيولو لپاره له مدينې تيريدۀ نو زۀ هلته ؤم. امام هادي عليه السلام مونږ ته فرمايل: راځئ چې د دې ترک لوښي لرګي وګورو. بهر راووتلو او ودريدو د ترک سپايان زمونږ په خوا کښې تير شول او بيا ترک راورسيدۀ. امام ورسره په ترکۍ ژبه خبرې وکړې. هغه له اسه راکوز شو او د امام پښې ئې ښکل کړې.

ابو هاشم وائي: ترک ته مې قسم ورکړو چې تاته ئې څۀ ووئې؟ ترک تپوس وکړو دا سړي پيغمبر دی؟ ومې ويل: نه. وې ويل: ماته ئې هغۀ نوم واخستو چې په وړوکوالي به په خپل کلي کښې راته خلقو اخستلو او تراوسه له دغې نامې څوک هم خبر نۀ وو.[2]

4: د زمرو تواضع
اهل سنت عالم شيخ سليمان بلخي قندوزي په خپل "ينابيع المودة" کتاب کښې ليکي: مسعودي رانقل کړې ده چې متوکل حکم ورکړ چې درې زمري د هغۀ ماڼې ته راولي. بيا ئې امام ته بلنه ورکړه کله چې امام ماڼۍ ته ننوت نو دوي ورپسې وربند کړ او زمري ئې ورپريښودل. خو زمري چې کله امام ته ورنزدې شول نو سرونه ئې ټيټ کړل او د امام په پښو کښې پريوتل او امام ورسره په خپل لستوڼي سره مينه وکړه. بيا امام بلې کوټې ته لاړ او متوکل ورته راووتلو. له متوکل سره ئې خبرې وکړې او يو ځل بيا د زمرو په لاره له ماڼې ووتلو. متوکل ته چا ووئې چې ستا د ترۀ ځوې (امام هادي عليه السلام) سره خو زمرو ډير ښۀ سلوک وکړو تۀ نۀ ورځې؟ وې ويل: تا جوړ زما مرګ ته اړولې ده،بيا ئې حکم ورکړ چې دا قيصه څرګنده او اشوه نۀ شي.[3]

5: د امام عظمت او هيبت:
اشتر علوي وائي: له خپل پلارسره د متوکل په کور کښې ناست ؤم او لا وړوکې ؤم. د ابو طالب عليه السلام، عباس او جعفر د کورنۍ ځينې کسان هم موجود وو. امام هادي عليه السلام راننوت د متوکل په کور کښې ټول کسان د هغۀ عزت او احترام ته پاڅيدل او سوارۀ له اسونو راکوز شول. ځينو کسانو خپلو ملګرو ته وويل چې ولې دې کس ته پاڅيدو، حال دا چې نۀ تر مونږ زيات عزت او شرافت لري او نۀ ئې عمر تر مونږ زيات دي دا ځل چې راشي نو بلکل ورته نۀ پاڅو. ابو هاشم جعفري چې هلته موجود ؤ، وويل په خدائې قسم کله ئې چې ووينئ نو په خپله به ئې عزت ته پاڅئ. څو شيبې نۀ وې تيرې چې امام د متوکل له کوره راووت کله چې پرې د موجودو کسانو نظر پريوت نو ټول ئې احترام ته پاڅيدل. ابو هاشم ورته وويل: تاسو خو وې چې نۀ به پاڅو؟ وې ويل په خدائې قسم ځانونه مو کنټرول نۀ کړې شول او بې اختياره پاڅيدو.[4]

6: د ګاونډي د ستونزې هوارول:
يونس نقاش په سامرې کښې د امام هادي عليه السلام ګاونډی ؤ او تل به امام ورته راتللو او دهغوي خدمت به ئې کولو. يوه ورځ امام ته په لړزانه راغي او وې ويل اي امامه! تا سو ته وصيت کوم چې تر ما ورسته زما له کورنۍ سره نيک چلند وکړئ. امام وفرمايل: څۀ شوي دي؟ عرض ئې وکړو: مړينې ته تيار شوی يم. امام په مسکا سره وپوښتل ولې؟ وې ويل: عباسي قوماندان او جرنيل موسي بن بفا ما له يو غمي راکړی ؤ چې انځور پرې جوړ کړم. غمي دومره قيمتي ؤ چې تر اوسه مانۀ ؤ ليدلي، کله مې چې پرې انځورونه پيل کړه نو غمي مات او دوه ټوټې شو. سبا له به موسي بن بفا راځي چې خپل غمي يوسي. نو موسي بن بفا خو به مې يا زر متروکې ووهي يا به مې مړ کړي. امام وفرمايل: کور ته لاړ شه انشاالله سبا له به صرف خير ووينې.

سبا له هماغه وخت يونس چې رنګ ئې زيړ ؤ، امام ته راغي او وې ويل د موسي بن بفا استازي راغی او ګوتمه غواړي. امام ورته په خندا سره وويل: هغۀ له ورشه او څۀ چې درته وويل هغه واوره. که خدائې کوله نو خير خيريت دی. يونس لاړ او په خندا او خوشحالۍ سره راستون شو او عرض ئې وکړو: اي مولا! کله چې هغۀ له ورغلم نو راته ئې وويل چې زما دوو وړو لوڼو په دې غمي په خپلو منځو کښې جنګ وکړ نو که ممکنه وي دا دوه ټوټې کړه (او ددې کار انعام به هم درکړم) امام هادي عليه السلام د خدائې شکر وکړو او يونس ته ئې وفرمايل: تا ورته څۀ ووئې؟ عرض ئې وکړ ومې ويل مهلت راکړه چې لږ څۀ سوچ کړم چې دا کار څنګه ممکن دي؟[5] وې فرمايل ښۀ ځواب دې ورکړ.

7: د ابو هاشم مرسته:
ابو هاشم جعفري وائي: يو ځل سخت غريب شوم او د تنګ لاسۍ په وجه امام هادي عليه السلام ته ورغلم او چې کله ئې اجازت راکړ نو کښيناستم وې فرمايل: اي ابو هاشمه! خدائې چې تاته کوم نعمتونه درکړي دي په هغو کښې د کوم نعمت شکر کولی شې؟ زۀ غلی شوم او ځواب راسره نۀ ؤ. امام په خپله وفرمايل: خدائې پاک تا ته ايمان درکړ او په دې ئې د دوزخ له اوره وساتلې. خدائې درته روغ صورت درکړ او تا سره ئې په خپل اطاعت کښې مرسته وکړه، او خدائې تاته قناعت درکړ او ستا عزت ئې خوندي کړ. بيا ئې وفرمايل: اي ابو هاشمه! ما دا خبرې ځکه وکړې چې ګمان کوم تۀ غواړې ماته د هغه چا شکايت وکړې چې دا ټول نعمتونه ئې درباندې لويلي دي. زۀ غواړم چې تاته سرو زرو سل ديناره درکړم. هنه دا واخله.[6]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1]  . الفصول المهمه ابن صباغ مالکي ص279
[2]  . اعلام الوری ص359
[3]  . احقاق الحق ج12 ص 452،451
[4]  . اعلام الوری306
[5]  . بخار الانوار ج50 ص 125،126
[6]  . بحار الانوار ج 50ص 129


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.