Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63464
تاریخ انتشار : سه شنبه 21 کب 1397 ساعت : 21:57:32

دداعش د جوړلو هدف د دینی جنګ رامینځته کول وو

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون د عراق د مذهبونو ، دینونو ، قومونو او د قبایلو له مشرانو سره په یوې(۱) صمیمی غونډې کښې وویل دښمانانو د داعش ډلې په جوړولو سره غوښتل سیمه په اور کښې وسوځوی او د ملتونو ترمینځ دښمنۍ او جنګ رامینځته کړی او د خلکو وینې توې کړی .

هغه وویل دسیمې ملتونه  چې په سر کښې یې د عراق اتل ملت دی په مقاومت سره وتوانیدل دغه دسیسه شنډه کړی او ترهګرۍ ته ماتی ورکړی او دایران اسلامی جمهوریت ویاړی چې د عراق د حکومت او د ملت په څنګ کښې ودرید.

د ایران ولسمشر حسن روحانی وویل له هغو پروپاګنډو سره سره چې کیږی امریکا او لویدیځو هیوادونو د ترهګرۍ په ماتی کښې هیڅ رول نه درلود او یوازې په ځینو بمباریو سره نمایشی عملیات کوی .

هغه وویل ترهګرۍ اوس هم په کامل ډول له مینځه نه ده  تللی او امریکا د سیمې لپاره نور خوبونه لیدلی دی او د سیمې نورو هیوادونو په تیره بیا مرکزی اسیا ، قفقاز او افغانستان ته د ترهګرو د انتقالولو په حال کښې ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.