Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63466
تاریخ انتشار : سه شنبه 21 کب 1397 ساعت : 22:10:32

د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې پای ته ورسیدې

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د تیرو ۱۶ ورځو راهیسي روانې خبرې پای ته رسیدلي دي.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو د مذاکراتي ټیم یوه غړي تایید کړه چې د امریکایانو سره د خبرو پنځم پړاو تر ۱۶ وروسته پای ته ورسید. خو د توافق په اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

بلخوا د نیویارک ټایمز خبریال مجیب مشال پر خپل ټویټر لیکلي چې تر ۱۶ ورځو وروسته د دواړو غاړو تر منځ نهايي توافق نه دی شوی خو لږ پرمختګ شوی او تمه ده چې د رواني میاشتې په وروستۍ برخه کې دواړه لوري یو ځل بیا سره کښيني.

د نوموړي په وینا امریکايي چارواکو ویلي چې د القاعده په شمول د نورو بهرنیو جنګالیو په اړه متن تیار شوی خو د ځواکونو د وتلو په اړه لا خبرې نهايي شوي نه دي، مزید بحث ته به اړتیا وي.

بلخوا د طلوع نیوز تلویزون پر خپل فیسبوک پاڼه په بیړني خبر کې ویلي چې د دواړو لوریو تر منځ توافق شوی دی او په د توافق متن په دوه ژبو لیکل شوی دی.

او زیاته کړې يې ده چې زلمی خلیلزاد کیدای شي د نور مشاورت لپاره واشنګټن ته ولاړ شي او د ټرمپ سره وویني.

په خبر کې راغلي چې طالبانو د القاعده په شمول د بهرنیو جنګیالیو سره د اړیکو پرې کولو او د هغوی پر وړاندي د اقدام کولو ته غاړه ایښې.

همداسي د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ابتدائي توافق شوی خو د هغوی د انخلاء د نیټې او مودې په اړه پوره معلومات نسته.

طلوع ویلي چې د توافق په متن کې د بین الافغاني تفاهم او اوربند ذکر هم شوی.

بل اړخ ته د طالبانو او افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ د غونډې تاریخ هم تاخیر شوی، ګمان کیږي چې د راتلونکي میاشتې د لومړۍ لسیزې په پای او یا هم دوهم لسیزې په پيل کې جوړه شي.

باید وویل شي چې نن ټکی اسیا هڅه وکړه چې د نشر شویو خبرونو په اړه د طالبانو نظر واخلي خو هغوی یې په اړه تر اوسه د څه ویلو څخه ډډه کوي. تېره ورځ یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته نن ورځ مهمه یاده کړې وه او ویلي وه چې کیدای شي سبا یې نتیجه مالومه شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.