Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63470
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 کب 1397 ساعت : 15:34:24

کابل ښار کې د یوې شپږ کلنې ماشومې د تښتونې او وژنې په تور دوه اختطافچیان نیول شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، ملي پولیسو په کابل ښار کې د یوې شپږ کلنې ماشومې د تښتونې او وژنې په تور دوه تنه انسان تښتونکي  نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله،  دغو نیول شوو کسانو څه موده وړاندې د کابل ښار د ۱۱ ناحیې له سه صدو پانزده سیمې څخه یوه شپږ کله ماشومه تښتولې وه.

په اعلامیې کې راغلي چې،” نیول شوو کسانو د کب په ۱۹ مه د یولسمې ناحیې له مربوطاتو څخه  یوه شپږ کله ماشومه تښتولې وه، او د دغې ماشومې د خلاصون په بدل کې یې  دهغې له کورنۍ څخه د ۳۰۰ زره ډالرو غوښتنه کوله”.

اعلامیه زیاتوي،” د دې ماشومې د تښتول کیدو د خبر په را رسیدو سره، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د اختطافچیانو له منګولو څخه، د تښتول شوې ماشومې د خوشي کولو لپاره بیړنۍ هلې ځلې پیل کړې. چې په پایله کې یې د دغې پیښې په تور د یو لړ اپراتیفي عملیاتو په پایله کې له ۲۴ ساعتونو څخه وروسته دوه تنه اختطافچیان ونیول شول”. د کابل د امینې قوماندانۍ پولیس ویلي چې نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.