Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63472
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 کب 1397 ساعت : 15:40:22

د اسلامي ایران ولسمشر له آیت الله سیستاني سره ملاقات وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په نجف اشرف کښې د عراق د شیعه مسلمانانو د عالي قدره مرجع آیت ا... علي سیستاني سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن سهار د مسلمانانو د وړومبي معصوم امام حضرت علي علیه السلام د پاک او نوراني حرم له زیارت کولو وروسته د آیت ا... سیستاني ملاقات ته ورغی.

د ویلو ده چې د ایران ولسمشر له تیرې دوشنبې څخه عراق ته د خپل درې ورځني سفر په وړومبۍ ورځ بغداد ته لاړ او هلته یې له عراقي چارواکو، شخصیتونو او پوهانو سره لیده کاته وکړل.

د ایران او عراق چارواکو په مختلفو برخو کښې په کوټلو خبرواترو سره د ملګرتیا پنځه سندونه او د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کړل.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.