Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63486
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 کب 1397 ساعت : 09:31:28

د شاهزاده سرای صرافانو کاري اعتصاب وکړ

د کابل ښار د شاهزاده سرای صرافانو پرون کاري اعتصاب کړی دی. دوی له حکومت غواړي چې د خلکو امنیت دې تامین کړي، د غلاوو مخه دې ونیسي او د یوې تښتول شوې نجلۍ قاتلین دې اعدام کړل شي.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو مشر حاجي ځیرک رسنیو ته وویل چې دوی د اعتراض په ډول د ټول هېواد په کچه مارکېټونه ځکه تړلي چې سوداګرو او صرافانو ته په دې وروستیو کې په بې ساري ډول ګواښونه متوجې دي او نشي کولای چې په اسانه توګه دغه کاروبار پر مخ یوسي.

د نوموړي په خبره، صرافان او سوداګر د ناامنیو له امله له غلاوو، انسان تښتونو، وژنو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي چې وروستۍ پېښه یې په کابل کې د یوه صراف د لور چې مهسا نومېده، وژل دي.

ښاغلي ځېرک دا هم وویل چې د دغو ستونزو له امله ګڼو پانګوالو او صرافانو هېواد پریښی او له دغه کاروباره په شا شوي دي.

د کابل د شهزاده سرای د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې دا مهال ۲۰ زره د اسعارو او د پیسو د حوالو مارکېټونه شته او شااوخوا دوه سوه زره کسان په دغه کاروبار بوخت دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.