Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63487
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 کب 1397 ساعت : 11:09:32

د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور د تیرې شپې راهیسي چاپه روانه ده + انځورونه

د نوموړي دکورنۍ یوه غړي وویل چې د تیرې شپې راهیسي د اسدالله خالد ځانګړو عسکرو د ملا سلام ضعیف پر کور چاپه اچولې او تر اوسه یې کور محاصره ساتلی دی.

نوموړي وویل چې ضعیف په دې وروستیو کې کندهار ته تللی وو، د کندهار څخه د راتګ وروسته سمدستي هغه ته اخطار ورکړل سو او هممهاله چاپه باندي ووهل سول.

ملا عبدالسلام ضعیف چې په قطر کې هم کور لري، د کورنۍ غړي يې وايي، د اسد الله خالد له لوري ورته مکرر ګواښونه شوي او یو ځل یې حتی پر سینه د «لیزر» نښان هم له لیري ایښودل شوی تر څو ورته وښيي چې زمونږ پر نښانه یاست.

دا پېښه جریان لري، د نویو معلوماتو تر لاسه کېدو وروسته به خبر اپډيټ یا تعقیب شي..


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.