Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63489
تاریخ انتشار : يکشنبه 26 کب 1397 ساعت : 12:06:52

ایا افغان امنیتي ځواکونو د ملا عبدالسلام ضعیف کور کلابند کړی؟

د طالبانو یو پخوانی چاروکی ملا عبدالسلام ضعیف یک تلویزیون ته وویل چې د تېرې شپې یوې بجې راپدیخوا یې کور د افغان امنیتي ځواکونو لخوا کلابند و.

عبدالسلام ضعیف وویل چې، امنیتي ځواکونو غوښتل چې د نوموړي کور ته د ننه شي او کور یې تلاشي کړي او زیاته یې کړه چې د محاصرې پر مهال په کور کې نه و او اوس مهال کلابندي پای ته رسیدلې ده.

یوې سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې، د ملا عبدالسلام ضعیف کور ندی کلابند کړی ، امنیتي ځواکونو د نوموړي کور ته نېږدې سیمه کې امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په موخه څو کورونه تلاشي کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت له رسنیز دفتر نه جاوید غفوري لیکلي: « په سیمه کې محاصره نشته ده! هلته تیره شپه ګارنیزون عملیات لرل یو ساحه باندي چې ټوله کوڅه محاصره وه، امنیتي ځواکونه ان خبر هم نه وه چې دلته ددې سړی کور دی ده اوس د ځان د شهرت لپاره دا خبر رسنیو ته ورکړی دی. وزارت داخله رسمي اعلامیه خپروي.»

د ملا عبدالسلام ضعیف د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په وروستیو خبرو کې له ګډون وروسته لومړي له قطر نه کندهار ته راستنیږي او له هغه ځای نه بیا کابل ته راځي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.