Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63490
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 کب 1397 ساعت : 09:26:13

هغه اتل افغان چې د نیوزیلنډ پر برید ګر یې ګوزار کړی او وسله یې ترې اخیستې ده

د نیوز یلنډ پولیسو ویلي چې د کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو برید یوازې برنټون ټنټ تر سره کړی، او هغه افغان چې برید ګر یې په دوهم جومات کې له پښو غورځولی عبدالعزیز نومیږي.

په لویدیځو رسنیو کې د اتل په نوم دغو یاد شوي افغان وګړي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي،” د حملې پرمهال په دوهم جومات کې وم، په دوهم رکعت کې مې د ډزو غږ تر غوږ شو. په بیړه له جومات څخه بهر ور وتلم ، او حمله کونکی مي ولید چې نظامي دریشي یې اغوستې وه” .

د رویټرز خبري اژانس د خبر له خبر له مخې عبدالعزیز ۴۸ کلن افغان، برید ګر دکریډیټ کارډونو په ماشین ووهلی دی.

عبدالعزیز  وايي،” حمله کوونکي راباندې ډزې وکړې، ځان مي د موټرو په منځ کې پټ کړ خو وروسته مې د حمله کوونکي هغه ټوپک راواخیست چې ده لاندې اچولى او تعقیب مي کړ”.

د لینوډ جومات امام لطیف الابي رسنیو ته ویلي که عبدالعزیز له برید ګر سره نه وای مخامخ شوی، نو وېره وه چې د وژل شویو شمېر به نور هم ډېر شوی وای. د نیوزلنډ پولیسو ویلي چې، په کرایسټ ‌چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د بریدونو  پایله کې د یوه بل مړي په موندل کېدو سره د وژل شویو شمېر ۵۰ کسانو ته لوړ شوی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.