Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63492
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 کب 1397 ساعت : 09:28:56

ولسمشر محمد اشرف غني، د ابوظبۍ له ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي دي

د ارګ له لوري خپره شوې خبر پاڼه وایي، د افغانستان ولسمشر عربي متحده اماراتو ته رسیدلی او دغلته یې د یاد هېواد له ولیعهد شیخ زاید آل نهیان سره په کتنه کې  پر دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو ملي ګټو ته په کتو  د دې اړیکو په پراختیاي  بحثونه کړي دي.

د خبر پاڼې په حواله، ولسمشر غني په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د عربي متحده اماراتو حکومت له  ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ ویلي،” د افغانستان خلک د هېواد د پرمختګ لپاره د عربي متحده اماراتو د همکاریو درناوی کوي او بشپړ باور لري چې متحده امارات، د سولې بهیر د بریالیتوب او د هېواد په هوساینه کې پام وړ رول ترسره  کولی شي”.

 د خبر پاڼې له مخې دواړو مشرانو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو د همکارۍ او هر اړخیز ملاتړ پر ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، د افغانستان سوله د سیمې د ثبات لپاره لازمي ده.

 خبر پاڼه زیاتوي،”شېخ محمد بن زاید آل نهیان په فراه او کندهار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو پر زیانونو خواشیني وښوده او ژمنه یې وکړه چې عربي متحده امارات به د وروستیو طبیعي پېښو  له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي”.

د خبر  پاڼې د بیان له مخې،” دواړو مشرانو د افغانسستان او اماراتو تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې د پرمختګ لپاره د هر اړخیزو کوښښونو د زیاتوالي ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د انرژۍ، کرنې، کانونو، پوهنې، فرهنګي او ورزش د انکشاف په برخو کې د دواړو دولتونو ترمنځ د تفاهم لیکونو د لاسلیک هرکلی وکړ”.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.