Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63493
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 کب 1397 ساعت : 10:05:21

متحده عربي امارات له افغانستان نه زعفران اخلي

جمهوري ریاست وايي، متحده عربي اماراتو ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سفر پر مهال د ابوظبي ولیعهد سره د هغه په کتنه کې ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان ورسره له افغانستان څخه د زعفرانو د رانیولو ژمنه کړې ده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یکشنبې په ماښام په ابوظبۍ کې له مېشت افغان سوداګرو او پانګه والو سره په کتنه کې وویل، چې اذربایجان هم د افغانستان څخه د انګورو، بادامو او پیازو د اخیستلو ژمنه ورسره کړې ده.

جمهور رئیس غني د یکشنبې په ورځ له کابل څخه د یو لوړپوړې دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

افغانستان کې پیاز، بادام او انګور په پریمانه توګه کرل او تولیدیږي، خو په دغه هیواد کې د زعفرانو کر په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې رواج موندلی دی.

د افغانستان د کرهڼې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د راپور له مخې په روان ۱۳۹۷ لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۶ ټنه زعفران تولید شوی دي.

د کرهڼې اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني کابل کې څو ورځې وړاندې یوې غوڼډې ته په وینا کې وویل، چې سږکال د تولید شوي زعفران ۱۵ ټنه بهرته په ځانګړي ډول هند او چین ته صادر شوی دی.

ښاغلي دراني وویل " " مونږ پلان درلود، چې ۱۴ ټنه زعفران تولید کړو، خو نه یوازې، چې دا هدف مو ترلاسه کړ، بلکې د ۱۳۹۷ مالي کال په پای کې مو ۱۶ ټنه زعفران تولید کړ، یعنی له ټاکلي هدف څخه مو هم دوه ټنه زیات زعفران تولید کړی دی".

په افغانستان کې زیات زعفران د هرات په ولایت کې کرل کیږي، خو په وروستیو کلونو کې د دغه فصل کرکیله د افغانستان ۲۸ ولایتونو ته پراخه شوې ده.

په تیر ۱۳۹۶ لمریز کال کې په افغانستان کې ۱۰.۶ ټنه زعفران تولید شوی وو، چې یوازې اته ټنه یې بهرنیو هیوادونو ته صادر شوی وو.

په افغانستان کې د زعفرانو کرکیلې ته د کوکنارو د بدلیل کښت په سترګه کتل کیږي.

په افغانستان کې د زعفرانو تولید کفیت د ښه والي له امله د دغه هیواد د زعفران تولیدات د ګاونډي ایران د تولیداتو پرتله په لوړه بیعه خرڅیږي.

دې کار له ایران څخه افغانستان ته د ایراني زعفران قاچاق ته لار پرانیستې ده.

یو شمیر افغان سوداګر د ایران زعفران په ټیټه بیعه اخلي او بیا یې د افغانستان د زعفران په نوم بهر ته صادروي.

افغان حکومت وايي، په دې ستونزه خبر دی او د حل لارې د موندلو په لټه کې یې دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.