Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63494
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 کب 1397 ساعت : 10:07:24

مزارشریف کې د نوروز جشن لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي

د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي چې په بلخ ولایت کې د نوروز د جشن لپاره لومړۍ درجه امنیتي احضارات نیول شوي دي.

ټاکل شوې چې دغه مراسم په بلخ کې بل سبا د پنجشنبې په ورځ چې د نوي ۱۳۹۸ کال لومړۍ ورځ یا نوروز دی، پیل شي.

د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د دغو تدابیرو په اړه رسنیو ته وویل:

"د ۲۰۹ شاهین قول اردو ټول منسوبین د خلکو د ښه امنیت لپاره ګومارل شوي دي، خلکو ته ډاډ ورکوو چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړو چې نوروز او ګل سرخ میله ګډه وډه کړي."

د نوي کال لپاره په بلخ کې دغه امنیتي تدابیر داسې مهال نیول کېږي چې په دې وروستیو کې د بلخ د نوي امنیې قوماندان د ټاکل کېدو پر سر دا ولایت د بلخ د پخواني امنیې قوماندان اکرم سامع ته د وفادارو ځواکونو او د عبدالرقیب مبارز په مشرۍ د ۸۸۸ قطعې د ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهد و.

له دغو نښتو وروسته د مزارشریف د امنیتي چارو مسؤولیت افغان ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.