Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63495
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 کب 1397 ساعت : 10:08:51

د بيان ازادي د نورو مدني ارزښتونو د ټينګېدو اصل دی

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال په يوه ټولنه کې د بيان ازادي د نورو مدني ارزښتونو د ټينګېدو اصل وبلله.

سرور دانش نن په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل:

"که په يوه ټولنه کې د بيان ازادي حاکمه وي، دا د دې نښه ده چې په هغه هېواد کې بشري حقونه هم رعايت کېږي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي ازادي هم په کې شته."

د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې نى عمومي مشر مجيب خلوتګر پرون رسنیو ته وويل، دا ورځ په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې تر درېيو مياشتو په لنډه موده کې د رسنيو ٤ کارکوونکي وژل شوي دي.

د حکومت کابينې روان کال د کب یا حوت په ١٤مه په خپله غونډه کې د کب ٢٧مه د خبريالانو د ورځې په نوم ونوموله.

د دې تصميم هدف د خبريالانو د هڅو او قربانيو قدردانى ښوول شوى دى.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.