Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63497
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 کب 1397 ساعت : 10:12:27

له ترهه ګرۍسره مبارزه به دترهه ګروتربشبړماتې پورې دوام وکړی

 د ایران، سورئې اوعراق د پوځونو دلوی درستیزوالانو درې اړخیزه ناسته په منظم ډول له ترهه ګرو سره دمقابلې د لارو چارو د ارزونې په خاطر په پړاویز ډول ترسره کیږی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار جنرال  محمد باقری  په دمشق کې  د ایران ، سورئې اوعراق د درې اړخیزې ناستې  په پای کې  په خبری کنفرانس کې ووئیل،  هغې لارې ته به چې  اسلامی ایران ،سورئې اوعراق  له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې   یوه بل ته  په لاسونو ورکولو سره  کچ  کړې ده ، هماغه راز دوام ورکړی.

 سردار باقری ټینګار کړی ،نن سبا نړیوال استکبار  د خپلو تالی څټو اوګوډاګیانو په وسیله   دسیمې دامنیت د خرابولو  او داسرائیلو  دنیواکګرۍ تیریو او ظلم  د ټینګولو لپاره  لاس په کار شوی  او دښمنان په چورلټ ډول   ګروهنه لری  چې   د عراق او اسلامی ایران پر ولسی  حاکمیّت  له صهونیسټانو سره  دغږملتیا   په خاطر نور دباؤنه زیات کړی.

 سردار باقری  وئیلی دی ،  ددغې مرحلې موخه   دسورئې دمځکنۍ بشپړتیا  او ملی حاکمیّت  تثبیتول  او  دهغو  درستو ځواکونو ویستل دی ، چې  د سورئې د ملی  نظام او حکومت  له  اجازت پرته  په دغه هیواد کې شتون لری .

  د سورئې  دپوځ لوی درستیز  جنرال علی عبدا...  ایوب  هم په دغه ګډ خبری کنفرانس کې ددې خبرې په کولو سره چې  په سورئې کې د امریکائی عسکرو پشمول دنورو بهرنیو  نیواکګرو  شتون  غیر قانونی دی اوباید له دغه هیواده ووځی ،ووئیل ،  هیڅوک  د  سورئې حکومت   د سوریاوالو دغوښتنو په اساس  دخپلو ټاکنو له اجراکولو نشی  منع کولی .  هغه دې  ته په اشارې سره چې  دسورئې پوځ  له داعش اونورو تفکیری ترهه ګرو سره  په مستقیم ډول مقابله کوی وزیاته کړې ،  په میدانی بریاؤ کې د  متحدانو او دوستانو رول ډیر مهم ؤ.

د ایران ، سورئې اوعراق د پوځونو دلوی درستیزوالانو  درې اړخیزه ناسته  په  منظم ډول   له ترهه ګرو سره دمقابلې د لارو چارو د ارزونې په خاطر  په پړاویز ډول ترسره کیږی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.