Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63499
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 کب 1397 ساعت : 10:33:32

جمهور رئیس غني دامنیتي وضعیت د ښه والي او راتلونکو عملیاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د هېواد د امنیتي  او دفاعي سکتور د رهبرۍ په ګډون غونډه پرون ماسخوتن په  ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ د امنیتي عمومي وضعیت او  د راتلونکو ورځو او میاشتو د پلان شویو عملیاتو په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور  له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د امنیتي وضعیت د ښه والي او راتلونکو عملیاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.