Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63500
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 کب 1397 ساعت : 10:36:54

د ۶۳۱ میلیون ډالرو په ارزښت بدخشان ته د برېښنا رسولو او شیوه بند د جوړولو تفاهم لیک لاسلیک شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې بدخشان ته د برېښنا رسونې او شیوه بند د جوړولو تفاهم لیک نن له غرمې مخکې لاسلیک شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شو، یاد تفاهم‌لیک د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب او د اغاخان د اقتصادي انکشاف صندوق استازي لاسلیک کړ.

د دغه تفاهم لیک موخه  د اغاخان اقتصادي انکشاف صندوق د ۶۳۱ میلیون ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برېښنا تولید دی.

د بدخشان ولایت د برېښنا انرژۍ د اړتیاو رفع کولو په خاطر د دغې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې چې په څو پړاوونو کې تطبیقېږي او هر پړاو به یې اوه کاله وخت ونیسي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.