Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63501
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 کب 1397 ساعت : 23:45:33

د حضرت امام علی عليه السلام نېکمرغه ميلاد ټولو ته مبارک شه


په حقونو کښې برابر والی او انصاف
حضرت علی عليه السلام چې کله د اسلامي حکومت مشر شو نو منبر ته وخوت او د خداي پاک له حمد او ثنا وروسته يې وفرمايل: "په خداي قسم که په مدينه کښې زما د کجورې يوه ونه هم وی، له بيت المال به څۀ وانۀ خلم نو اوس لږ سوچ وکړئ چې کله زه د ځان لپاره له بيت الماله څۀ نۀ اخلم نو ايا تاسو ته به يې په ناجايزه درکړم؟" د علی ورور عقيل پاڅيد او وې ويل تۀ ما ته او د مدينې يو تور پوستکی (حبش) ته په يوه سترګه ګورې او ما له هغه سره برابروې؟

حضرت علی عليه السلام ورته وفرمايل " ای وروره کښينه! تۀ په دغه تور پوستکی  هيڅ لوړ والي نۀ لرې او لوړوالی او فضيلت يوازې په پرهيزګارۍ او ايمان کښې دی.[1]

د امام ځنو ملګرو هغوي ته وويل ای اميرالمومنينه که له بيت الماله دې اول لويو او غټو خلقو ته څۀ ورکړې وی چې حکومت د ټينګ شوی وی نو بيا دې په عدالت سره په نورو حکومت کړی وی نو دا به ښه وه؟

امام وفرمايل "افسوس چې تاسو له ما غواړئ چې د خپل بنيادونه په ظلم او زياتي او مسلمانانو سره په بې عدالتۍ او بې انصافۍ ودروم، نه، په خداي قسم زه به هيڅکله داسې ونۀ کړم په خداي قسم که د مسلمانانو مالونه زما خپل هم وی بيا به می به هم په هغوي کښې برابري او عدالت کوؤ پاتې لا راشه دا چې دا د دوئ خپل مال دی.[2]  

د حضرت علی بن ابيطالب عليه السلام له شهادته وروسته يوه ورځ د همدان د قبيلې د عمار لور بي بي سوده معاويه ته ورغله، معاويه ته د سودې هغه سختۍ او فعاليتونه را ياد شول چې د صفين په جنګ کښې يې د حضرت امام علی عليه السلام او د دوي د سپايانو په خدمت کښې تيرې کړې وې. معاويه ورته دا سختۍ وريادې کړې او هغه يې وټوکله. بيا يې ترې وپوښتل چې دلته د څۀ لپاره راغلې ئې؟  هغې ورته وويل: "ای معاويه! خداي به درنه زمونږ د واجبو او ضروري حقونو د تروړلو غصبولو پوښتنه کوي، تا تل په مونږ داسې ګورنران ګمارلي دي چې په مونږ ظلمونه کوي، زمونږ مالونه او حقونه چخڼې کوي او سړي مو وژني.اوس دې دا "بسر بن ارطاة" په مونږ ګمارلی دی چې زمونږ سړي وژني او مالونه مو چور کوي. که ستا له حکومته مو پيروي نۀ کولئ نو اوس به ښۀ په عزت کښې وو، که دی دې لرې کړ خو ښه په ښه، ګني مونږ پخپله راپاڅو."

معاويه وقهريدۀ او وې ويل: "ما له خپلې قبيلې ويروې، تا به په ډير بد حالت کښې هماغه بسر ته وروليږم چې څۀ يې د زړۀ خوښه وي هغه درسره وکړي"

سوده يو څو شيبې غلې شوه او په ذهن کښې يې د تيرو وختونو عدالت او انصاف را ياد کړ بيا يې دا شعر ووئې:

"د خداي سلام د وي په هغه روح ، چې د هغوي په تللو د عدالت او انصاف ټغر هم ټول شو. هغه په حق او صداقت ژمن ؤ او حق به يې له هيڅه سره نه بدلولو، حق او ايمان په هغه کښې يو ځائې شوي وؤ"

معاويه تپوس وکړ چې دا د چا خبره کوې؟
بي بي سوده وويل د حضرت علی بن ابيطالب عليه السلام اوس مې هم هغه ياد دي چې هغۀ ته ورغلم چې د زکات د راغونډونکي افسر شکايت وکړم، کله چې امام ته ورسيدم نو هغوي مانځۀ ته نيت تړلو خو چې زه يې وليدم، مونځ يې پريښود او په مسکا سره يې له ما وپوښتل: " له ما سره دې څه کار ؤ؟" ومې ويل "هؤ" او بيا مې ورته خپل شکايت ورسولو.

امام چې مانځۀ لپاره ودريدلی ؤ، په ژړه شو او خداي پاک ته مخاطب شو "ای خدايه!  ګواه اوسه چې ما هيڅ کله حکم نه دی ورکړی چې دغه افسر په خلقو ظلم وکړي." بيا يې د څرمنې يوه ټوټه راوباسله او د خداي له نامې او د قران يو ايته وروسته يې وليکل "څنګه چې زما ليک در ورسي نو خپل ټغر دې ټول کړه چې په ځائې دې بل څوک در وليږم"

بيا يې ليک ماته راکړو خو په داسي حال کښې چې پرانستي ؤ او ټاپه يې پرې نه وۀ  لګولې. ليک مې افسر ته ورکړ او هغه له خپل مقامه څنګ ته شو"

معاويه د دې قيصې تر اوريدو وروسته مجبورا حکم ورکړو چې څۀ غواړي، ورته وې ليکئ.


د حضرت امام علی(ع) علم او پوهه
ابن عباس د پيغمبر(ص) له مبارکې خلې وائې " علی زما په امت کښې تر ټولو پوهه او په فيصلې او قضاوت کښې تر ټولو لوړ دی."او دا هم د پيغمبر (ص) د خلي خبره ده چې:"اَنَا مَدِيْنًةُ العِلمِ وَ عَلیٌ بَابُهَا فَمَن اَرَادَ العِلمَ فَلْيَقْتبسه مِن عَلی"

" زه د علم ښار يم او علی يې ور دی څوک چې علم زده کول غواړي له علی يې زده کړي"

ابن مسعود هم وايي: " ګران رسول (ص) علی عليه السلام راوغوښت او له ځان سره يې کيښنولو. کله چې علی(ع) له پيغمبر(ص) راستون شو نو ومې پوښتل د خداي رسول(ص) درته څۀ ويل؟ وې فرمايل: "پيغمبر(ص) ما ته د علم زر ورونه  پرانستل چې له هر وره زر نور ورونه پرانستل کيږي.  

يوه ورځ حضرت علی عليه السلام په منبر باندې وويل "يَامَعْشَرَالنَاسِ سَلونِی سَلونِی قَبْلَ اَن تَفقِدُونِی"

ای خلقو! له ما چه څۀ پوښتل غواړئ، وې پوښتئ، مخکښې تر دې چه زه مو له لاسه اوځم ځکه چه زه د تيرو او راتلونکو کسانو علم لرم. په خداي قسم که د قضاوت او فيصلې ټغر خور شي، يهوديانو ته به د هغوی د خپلو کتابونو، د انجيل منوونکو ته به له انجيله، د زبور منوونکو ته به له زبوره او قران منوونکو ته به له قرانه فيصله او قضاوت وکړم. په خداي قسم زه تر تاسو ټولو په قران او د هغۀ په تاويل پوه يم .

بيا يې په دويم ځل وويل " سَلونِی قَبْلَ اَن تَفقِدُونِی"

تر دې مخکښې چې زۀ مو له منځه لاړ شم له ما پوښتنه وکړئ. د قران د هر ايت پوښتنه کوئ، د هغه د نزول په باره کښې، د شان نزول او په دې حقله چې د چا په باره کښې نازل شوی دی او هم د راز د ناسخ منسوخ، محکم او متشابه او مکي والي او مدني والي، غرض دا چې هر قسم پوښتنه که لرئ، کولی يې شئ زه به يې ځواب درکړم.[3]

د خداي ګران رسول(ص) ته د حضرت علی عليه السلام فضايلو ته په پام سره حکم وشو چې خلقو ته د حضرت علی عليه السلام ولايت او جانشيني څرګنده کړي او پيغمبر(ص) په بيلا بيلو ځايونو او موقعو کښې دا کار کړی دی منجمله د غدير په ورځ.

رسول(ص)د هجرت په لسم کال مکې ته د حج د فريضې لپاره لاړ. په دې سفر کښې له پيغمبر(ص) سره د ملګرو شمېر يو لک شل زره تنه ؤ. له حجه د راستنيدو په وخت هم دومره کسان د پيغمبر(ص) ملګری وؤ. د ذې الحجې په اتلسمه نيټه د غرمې په وخت دوی په "جحفه" نومې دشتې کښې غدير خم ته ورسيدل. چې کله د لمانځۀ وخت راورسيدو او بانګ وويل شو نو خلق له خپلو سورلو کوز شول، ټول راغونډ شول او په جمع يې نمونځ وکړو. بيا د اوښانو له کجاوو منبر جوړ کړی شو، د خداي رسول(ص) په منبر اوخت او د خداي پاک تر ثنا وروسته يې وفرمايل "ما ته او تا سو ته د خداي له خوا دنده او مسؤليت راکړل شوی دی، ايا داسې نۀ ده.

خلق: ګواهي ورکوؤ چې مونږ ته دې تبليغ وکړ او په دې لاره کښې دې ډيرې سختۍ وزغملې، خداي درته د ددې ښه بدله درکړه.

 رسول مبارک (ص): ايا د خداي پاک په يووالي او د هغۀ د بنده محمد په پيغمبرۍ او د دوزخ او  جنت مرګ او په بيا راپاڅيدو ګواهي نه ورکوئ؟

خلق: ګواهي ورکوؤ.

 رسول مبارک(ص): خدايه! تۀ ګواه اوسه. بيا د خداي رسول (ص) خلقو ته مخ کړو او  وې فرمايل :ای خلقو! زه او تاسو به د کوثر په غاړه له يو بل سره کتنه کوؤ. نو اوښيار او خبر دار اوسئ. زه تاسو ته دوه ګران بيعه ملغلرې پريږدم.

خلق:ای د خداي رسوله (ص) هغه دوه ملغلرې کومې دی؟

رسول مبارک(ص): د خداي تعالی کتاب او د زما اهلبيت(ع) خداي ما ته فرمايلي دي چې دا واړه به تر هغه وخته له يو بله نۀ جدا کيږې چې د کوثر په غاړه ما ته راورسي. له دغو مۀ مخکښې کيږئ او مۀ تېريږئ ګني هلاک به شئ.بيا يې د اميرالمومنين حضرت علی عليه السلام لاس هسک کړو چې ټول يې وويني او وې پيژني. نو په همدي حالت سره يې وفرمايل " اَيُهَاالنَاسْ! مَن اَولَی النَاسَ بِاالمُومِنِينَ مِنْ اَنفُسِهِمْ" "ای خلقو! هغه څوک دي چې په مومنانو باندې تر هغوي زيات حق لري او د مومنانو ولايت او مشري دهغوي په لاس کښې ده؟

خلق: خداي او د هغه رسول (ص).

د خداي رسول (ص):خداي پاک زما مولا دي او زۀ په مومنانو مولا يم،زۀ په مومنانو باندې تر هغوي زيات حق لرم نو "مَنْ کُنْتُ مَوْلاهُ فَهَذَا عَلیٌ مَولاهُ" د چا چې زه مولا او سرپرست يم دا "علی" د هغوي مولا او مشر دي.

اي خدايه! د علی له دوستانو سره مينه ولره او ددۀ له دښمنانو سره دښمني. له هغه چا سره چې له علی سره مرسته وکړي، مدد وکړه او څوک چې ددۀ مقابلې ته پاڅې او تيري پرې وکړي هغوي ته سزا ورکړه. نو ای خلقو! کوم کسان چې موجود دي. دوي دې دا خبره غايبانو او ناموجود کسانو ته ورسوي"

خلق له خوارۀ شوي نۀ وو چې دا ايت نازل شو "اَليَومَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِينَکُم وَ اَتْمَمْتُ عَلَيکُمْ نِعْمَتْی وَ رَضِيتُ لَکمُ الاسْلامَ دِينا" "نن مې ستاسو دين مکمل کړ او په تاسو مې نعمتونه تمام کړل او تاسو ته د اسلام په دين راضي شوم"[4]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1]  . وسائل ج 11 ص 9
[2]  . وسائل جلد 11ص 80
[3] . ارشاد مفيد ص 16 ، 15، طبقات ابن سعد جلد 2 ص 101 جلد 4 ص 270 استعاب جلد 1 ص 463
[4]  . الغدير جلد 1 صحفه 9 تا 11


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.