Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63502
تاریخ انتشار : چهار شنبه 29 کب 1397 ساعت : 14:08:47
کورنیو چارو وزارت:

د ولسي جرګې غړې پروین درانۍ نیول شوې او دوسیه یې لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده

د کابل امنیې قوماندانۍ، د کورنیو چارو وزارت له امر  او لار ښوونې سره سم د سه شنبې په ورځ ( کب ۲۸مه) د ولسې جرګې وکیله پروین درانۍ نیولې او دوسیه یې په رسمي توګه لويي څارنوالۍ ته استولې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي په دې اړه وویلي:” پروین درانۍ د پولیسو د یوه افسر د وهل ټکولو په تور د کابل امنیې قومندانۍ لخوا د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه، د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې پر بنسټ نېول شوې او دوسیه یې په رسمي توګه لویې څارنوالۍ ته استول شوې ده”.

د ولسې جرګې غړې پروین درانۍ، یکشنبه د کب په ۲۶ مه له هغه وروسته چې د احمد شاه مسعود په څلور لارې کې  یې، موټر د پولیسو د یوه افسر له لوري ودرول شو، پولیسو غوښتل چې موټر یې وپلټي او هم یې له هغې څخه د دې د زغره وال موټر ګرځولو جواز غوښتی وو، چې هغې په چک پاینټ کې د پولیسو له افسر سره شخړه کړې او دغه افسر یې په څپیړه وهلی.

د دغې صحنې ویډیو چې په رسنیو کې خپره شوې ښيي، چې اغلې درانۍ د ښکنځلو او د پولیسو د یوه افسر د ترټنې تر څنګ هغه په څپیړه هم وهلی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.