Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63506
تاریخ انتشار : پنج شنبه 1 وری 1398 ساعت : 21:58:36

غني: هغه سوله، چې د وینو بوی ترې راځي نه غواړو

جمهور رئیس محمد اشرف غني نن پنجشنبه د نوي ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړۍ ورځ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته لاړ او هلته یې د سخې په روضه کې د نوي کال او د نوروز د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ.

جمهور رئیس غني هیله وښوده، چې نوی ۱۳۹۸ لمریز کال به افغانستان کې د سولې د ټینګیدو کال وي.

جمهور رئیس غني وویل، چې سوله افغانانو ته له اکسیجن څخه هم مهه ده، خو تلپاتې سوله.

ښاغلي غني وویل " ۱۳۹۸ کال به انشاالله د سولې کال وي. سوله هر افغان ته له اکسیجن څخه هم مهه ده، اما خبره په دې کې ده، چې مونږ تل پاتې سوله غواړو، نه هغه سوله، چې له هغې څخه د ویني بوی راځي".

جمهور رئیس محمد اشرف غني په تیرو پنځه کلونو کې د افغانستان د جمهور رئیس په حیث په لومړي ځلد سخې د روضې د زیارت د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې ګډون کړی دی.

په تیرو کلونو کې به په دې مراسمو کې د هغه مرستیالانو برخه اخیستله.

د روضې په زیارت کې د جمهور رئیس غني د وینا پر مهال د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور برخه نه لرله.

د بلخ پخواني والي او د جمهور رئیس غني ترمنځ یو ځل بیا اړیکې د بلخ د نوي امنیه قومندان د ګمارلو له امله خرابې شوي دي.

جمهور رئیس غني په خپله وینا کې د بلخ والي اسحاق رهګذر وستایه.

ښاغلي غني وویل" ځانګړی استازی مې وې او یې او وبه اوسئ، په عزت او ټول قوت سره د بلخ غزت وساته "

جمهور رئیس غني په دغو مراسمو کې زرګونو ګډونوالو ته وویل، چې په تیرو څلویښت کلونو کې د لومړي ځل لپاره په جګړه کې د ښکیلو ډلو ترمنځ د اوربند د ټینګیدو د پریکړې له امله به یې نوم په تاریخ کې ثبت شي.

ښاغلي غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه هم مننه وکړه، چې د ده په امر یې په ټول هیواد کې اوربند پلی کړ.

جمهور رئیس غني وویل، چې نننی افغانستان د پرونې افغانستان سره توپیر لري. همداشان جمهور رئیس غني په خپله وینا کې د ایران او منځنۍ اسیا هیوادونو مشرانو ته د نوي کال او نوروز مبارکي ورکړه.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په اړه دا هیله په داسې حال کې څرګنده کړې، چې ټاکل شوې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په نږدې ورځو کې یو ځل بیا د طالبانو له استازو سره خبرو ته کښیني.

افغان حکومت د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو څخه خوشاله نه ښکاري او افغانستان د ملي امنیت سلاکار د دغه بهیر په اړه خپله ناخوښيي له وړاندې څرګنده کړې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.