Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63510
تاریخ انتشار : جمعه 2 وری 1398 ساعت : 19:50:06

نوروز د نړیوالې سولې پیغام راوړونکی دی

په ملګروملتونو کښې د افغانستان دائمی استازی میرمن عادله راز (Adela Raz)له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې د نړۍ او د سیمې لپاره د نوروز اختر پیغام سوله ،امنیت او ثبات وباله.

هغې وویل نوروز دنوی کال پیلیدل دی په دې هیله چې په نړۍ او افغانستان کښې له سولې  او صمیمیت څخه ډک کال ووسی .

عادله راز هیله وکړه چې له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې له مخکې څخه زیاتې پراخې شی .

دافغانستان دغه ډیپلوماټې ډاګینه کړه نن  سبا په داسې شرایطو  کښې یوو چې سیمه او نړۍ له بل هر وخت څخه زیات سولې ، امنیت او ثبات ته ضرورت لری .

نوروز د ملګروملتونو په زده کړې ، علمی او کلتوری موسسې یونیسکو(The United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization) کښې ثبت شوی او د ملګروملتونو د عمومی ټولنې پریکړه لیک دغه ورځ په رسمیت پیژندلی ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.