Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63512
تاریخ انتشار : دوشنبه 5 وری 1398 ساعت : 19:19:15

ولسمشر غني نوی ښوونیز کال د ټلی په ټنګولو سره پيل کړ

نن د کابل په اماني لېسه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ښوونځي زنګ په وهلو سره په رسمي توګه نوی ښوونیز کال پيل شو.

ولسمشر غني وويل چې په تېرو کلونو کې، د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګونه شوي او د ښوونکو او زده کوونکو شمېر هم زيات شوی دی، خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا شته. ( غوره معارف – غوره راتلونکې) د پوهنې وزارت سږنی شعار وبلل شو.

۱۳۹۸ ښوونیز کال داسې مهال پیلېږي چې لا هم په هېواد کې ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې درس وایي، خو ولسمشر غني وویل، چې لږ تر لږه د ۱۲۰۰ نویو ښوونځیو د جوړېدو کار پیل شوی دی. ولسمشر اړونده وزارتونو ته سپارښتنه وکړه چې له پوهنې سره دې هر اړخيزه همکاري وکړي او پوهنې ته دې د خپلو پروګرامونو په سر کې ځای ورکړي.

پوهنې وزارت وایي، سږ کال به لږ تر لږه یو میلیون نوي زده کوونکي په ښوونځيو کې نوم لیکنه وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.