Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63513
تاریخ انتشار : دوشنبه 5 وری 1398 ساعت : 19:20:29

جلال اباد کې چاودنې ۶ کسان ټپیان کړل

په ننګرهار کې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله شپږ کسه ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې په مرکز جلال اباد کې کامران پلازا ته څېرمه د یوې شخصي معاینه خونې مخې ته چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

د دغه توکو د چاودنې له امله درې ښځې او درې ماشومان سطحي ټپیان شوي او ددرملنې په موخه نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د جلال اباد ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.