Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63524
تاریخ انتشار : يکشنبه 11 وری 1398 ساعت : 11:47:40

ولسمشر غني، د حامد کرزي په ګډون د هېواد له ځینو سیاسي شخصیتونو سره د سولې په روان بهیر غږېدلی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه حمل ( وري) په ۱۰ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د هېواد له ځینو سیاسي او جهادي شخصیتونو سره د سولې د روانې پروسې پر سر غږیدلی دی.

د ارګ له لوری په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په دغې کتنه کې د مخکېني جمهوررئیس حامدکرزي، د هېواد جهادي شخصیت استاد عبدرب الرسول سیاف، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا  له رئیس استاد محمدکریم خلیلي سره کتلي دي.

د خبر پاڼې په حواله، په دغې کتنه کې د سولې پروسې په روان بهیر، په دغو بهیر کې  د سیاسي جریانونو او بیلابیلو اقشارو  د استازو د اغیز په اړه مشورې وړاندې شوې دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې ولسمشر غني د هېواد له سیاسي او جهادي شخصیتونو سره ځکه مشورې کړې  تر څو د سولې لپاره ګڼې، نا منسجمې هڅې دې د یوه واحد دریځ په توګه د خبرو اترو په بهیر بدلې شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.