Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63525
تاریخ انتشار : يکشنبه 11 وری 1398 ساعت : 11:49:15

د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ايران د خواخوږۍ څرګندونه

په افغانستان کښې د سېلاب له راتلو وروسته چې له کبله يې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده د ايران د خارجه وزارت وياند په يوې بيانيه کښې وويل، د ايران او افغانستان حکومتونه او ملتونه په سختيو او مشکلاتو کښې د يو بل ترڅنګه ټينګ ولاړ دي.

د ايرنا د رپوټ لهمخې بهرام قاسمي بېګا وويل، د افغانستان په مختلفو ښارونو او کليو کښې د سېلاب راتلو له کبله د سر او مال تاوانونه د ايران د حکومت او خلقو د خواښينۍ او غمجنېدو سبب شوي دي.

قاسمي په افغانستان کښې د سېلاب له قربانيو کورنيو سره د خواخوږۍ په څرګندونو سره وويل: په دې وروستيو سېلابونو کښې چې د ايران او افغانستان دواړو هېوادونومختلفې سيمې ورسره مخامخې وې د دواړو هېوادونو حکومتونه او ملتونه د تل په شان د مشکلاتو او سختيو په موقع د يو بل تر څنګه ټينګ ولاړ دي.

د افغانستان په شمالي او لويديځو ولايتونو کښې د تېرو څو ورځو بارانونو او سېلابونو له امله په لسګونو خلقو ته مرګ ژوبله اوښتې او له دې نه علاوه څلور زره کورونه ويجاړ شوي او په زرګونو څاروي له منځه تللي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.