Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63527
تاریخ انتشار : يکشنبه 11 وری 1398 ساعت : 11:51:59

دوستم: که ولسمشرغني او د امنیت شورا اجازه را کړي طالبان به له شماله ورک کړم، که مې داسي و نه کړل مخ توروم او له افغانستانه وځم

د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم ويلي, که ولسمشر غني او د ملي امنیت شورا اجازه ورته ورکړي د شپږو میاشتو په جریان کې به طالبان له شمال څخه ورک کړي او که یې داسې ونکړل نو مخ به تور کړي او افغانستان به پریږدي.

جنرال دوستم نن شنبه د حمل په ۱۰ مه شمال ته تللی دی او دغلته, په مزارشریف ښار کې یې خپلو پلویانو ته په وینا کې ويلي چې که ولسمشر غني او د ملي امنیت شورا اجازه ورکړي د شپږو میاشتو په جریان کې به طالبان له شمال څخه ورک کړي. که يې شمال له طالبانو پاک نه شو کړای نو خپل مخ به  تور کړي او فغانستان پريژدي.

ښاغلي دوستم وویل: “که رئیس صاحب دولت، اجرائيه رئيس، د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړي چې ماته شپږ میاشتې وخت راکړي، که چیري زه له بادغیس څخه د بدخشان تر توپاخانې ونه رسېدم خپل مخ توروم او افغانستان پرېږدم.”


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.