Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63530
تاریخ انتشار : يکشنبه 11 وری 1398 ساعت : 16:29:46

د سلواکيا ولسمشریزې ټاکنې د لومړي ځل لپاره یوې مېرمنې وګټلې

زوزانا کاپوتوا د سلواکیا د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه د دې هېواد په ټاکنو کې بریالۍ شوې ده.

مېرمن زوزا ناکاپوتوا  له اداري فساد سره په شعار خپل سیال ماروس سفیکویچ ته ماتې ورکړې او په دغو ټاکنو کې یې ۵۸ سلنه رایې خپلې کړې دي.

اغلې کاپوتوا خپلې ټاکنیزې مبارزې د خیر او شر ترمنځ انتخاب، په شعار سره مخته وړلې دغه نوې بریالۍ شوې مېرمن ډېره سیاسي تجربه هم نلري خو له فساد سره د مبارزې شعار تر بریا ورسوله.

سلواکي په مرکزي اروپا کې پروت هېواد دی چې نفوس یې پنځه نیم میلیونه وګړو ته رسیږي. د دې هېواد پلازمینه براتیسلاو نومي دغه هیواد د پخواني شوري اتحاد له کمسونیستي رژیم هېوادونو څخه ګڼل کیږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.