Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63535
تاریخ انتشار : سه شنبه 13 وری 1398 ساعت : 12:15:47

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکارۍ هوکړه لىک لاسلیک شو

د مالىې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د جمهوري رىاست د عالي مقام ستر سلاکار پروفىسور محمد هماىون قىومي، پرون د افغانستان د نساجي شرکتونو د بىا فعالولو او د نساجي محصولاتو د تولىد په موخه د ازبکستان د نساجي صناىع د ټولنې له رئىس الهام حىدروف سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د ماليې وزارت وايي د دغه هوکړه لیک له مخې به د بلخ، کندهار، پلخمري او ګلبهار ۷ تصدۍ او د نساجي شرکتونه به د ازبکستان هېواد په همکارۍ فعال شي.

دغه راز د دواړو لورو له خوا د پنبه دانې، د بلخ نباتي غوړىو او د هلمند بست تصدىو او د نساجي فابرىکو د بىا رغونې په موخه شپږ مىاشتنى تطبىقي پلان ترتىب شو.

د دغو فابرىکو په بىا رغونې سره به څه ناڅه ۱۵۰۰ تنو ته په مستقىم ډول او ۵۰۰۰ تنو ته په غىر مستقىم ډول د کار زمىنه برابره شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.