Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63539
تاریخ انتشار : پنج شنبه 15 وری 1398 ساعت : 16:05:24

ملي امنیت د داعش ډلې ۶ آنلاین مبلغان ونیول

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، چې په کابل کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال، د داعش ډلې ۶ آنلاین تبلیغ‌ کوونکي نیولي دي.

له دغه ریاست څخه په یو خپور شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شویو کسانو د فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او ټیلیګرام له لارې د داعش ډلې په ګټه پراخ تبلیغات کول.

سرچینه وايي: "نیول شویو کسانو ماموریت درلود، تر څو په ټولنیزو رسنیو کې د داعش تروریستي ډلې په ګټه پراخ تبلیغات وکړي او له همدې لارې به یې دغې ډلې ته ځوانان جذبول، دغو کسانو اعتراف کړی، چې سلګونه جعلي او مستعارې پاڼې یې جوړې کړې وې".

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د داعش ډلې آنلاین مبلغین نیولي دي.

ټولنیزې رسنۍ په ځانګړي ډول فیسبوک په افغانستان کې ډیر کاروونکي لري او د لوستو کسانو سربیره زیات شمیر هغو کسانو هم د فیسبوک پاڼې جوړې کړي، چې لږې او یا هیڅ زده‌کړې نه‌لري.

په اوس وخت کې اکثره افغانان د ټولنیزو رسنیو له لارې معلومات ترلاسه کوي او کله چې کومه پېښه کیږي تر ټولو مخکې فیسبوک، ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو ته سر ورښکاره کوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست دغه راز ویلي، چې د ننګرهار ولایت په اړوندو سیمو کې یې د جلا عملیاتو پر مهال، د داعش ډلې لس نور غړي نیولي دي.

خبرپاڼه زیاته وي، چې نیول شویو کسانو د اشخاصو د ترور او له یو ځای څخه بل ځای ته د وسلو او مهماتو، چاودېدونکو توکو او د داعش ډلې د غړو او کورنیو د انتقالولو مسولیت په غاړه درلود.

د ملي امنیت ریاست ویلي، له دغو کسانو څخه ۱۲۵۰۰زره کیلوګرامه امونیم نایتریت، چې د ماینونو په جوړولو کې ترې استفاده کیږي ترلاسه شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.