Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63541
تاریخ انتشار : پنج شنبه 15 وری 1398 ساعت : 16:09:36

غني: د اساسي قانون پر سر معامله نه کوي، ځکه که اساسي قانون نه وي نو بیا هېڅ هم نه پاتې کېږي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، له مدني ټولنې او خبریالانو سره په خبروکې ویلي چې د سولې د خبرو لپاره کوم شرط نلري، خو د سولې لپاره به افغان حکومت او ولس خپل شرایط ولري. ښاغلي غني ټینګار کړی چې د افغانستان د اساسي قانون پر سر معامله نه کوي، ځکه که اساسي قانون نه وي نو بیا هېڅ هم نه پاتې کېږي.

د ارګ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، ولسمشر غني د وینا پر مهال دا هم څرګنده کړې ده چې،حکومتچمتو دی چې له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي، خو د سولې لپاره به دوی خپل شرایط لري، او څوکه دې ورنه دا تمه نه کوي چې حکومت به طالبانو ته د تسلیمېدو خط ورکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.