Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63545
تاریخ انتشار : شنبه 17 وری 1398 ساعت : 15:47:22

افغان حکومت: عمران خان دې په افغانستان کې د لاس وهنې پالیسي ختمه، او نا مسولانه څرګندونې دې نه کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، عمران خان دې په افغانستان کې د لاس وهنې پالیسي ختمه، نا مسولانه څرګندنې دې نه کوي، افغان حکومت له پاکستانه غوښتي چې د یوه خپلواک هېواد په توګه دې ورته درناوي وکړي او له نامسوله څرګندونو څه دې ډ ډه وکړي.  

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، د پاکستان له لومړي وزیر څخه یې دا هیله نه درلوده چې د دریم ځل لپاره دې په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت په اړه څرګندونې وکړي.

د دې وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن د حمل ( وری) په ۱۷مه رسنیو ته په خبرو کې، له پاکستان څخه غوښتي چې افغانستان ته د یو خپلواک هېواد په توګه احترام وکړي او په دې اړه دې د نامسؤلانه څرګندونو څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان تېره ورځ په یوه غونډه کې د درېیم ځل لپاره په افغانستان کې د موقت حکومت وړاندیز یو ځل بیا تکرار کړی او ویلی یې دي چې زه افغانانو ته  د ورورۍ مشوره ورکوم، هغه دا ده چې په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت جوړ شي تر څو دغلته سوله ټینګه شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.