Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63546
تاریخ انتشار : شنبه 17 وری 1398 ساعت : 15:50:44

جلال‌اباد کې چاودنو ۳تنه وژلي او ۱۹یې ټپيان کړي

نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت د جلا‌ل‌اباد ښار په څلورمې ناحیې کې پر څلوېښت‌متره سړک د پولیسو د پلټنې پوستې سره نږدې چاودنې شوې‌دي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، پېښه کې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ وژل شوې، ۲ ماشومان، یوه مېرمن او دوه لویان ـ چې مجموعاً ۵ تنه کېږي ـ ټپیان شوي‌دي.

خو د ننګرهار حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول ګل‌زاده سنګر وايي چې د سیمې له ځایه روغتون ته ۳ جسدونه او ۱۹ ټپیان ور وړل شوي‌دي چې د پېښې په قربانیانو کې ۸ پولیس، ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ښاغلي خوږیاڼي به خبره، تر اوسه‌ د پېښې نوعیت نه‌دی معلوم او په‌دې اړه څېړنې روانې دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې نن سهار په همدې ښار کې دوه پوله‌ساتي پولیس هم د سړک‌غاړې ماین‌چاودنې کې ټپيان شو‌ي‌وو.

د ننګرهار د والي ویاند ویلي وو چې دا بم د سړک په غاړه خښ شوی و چې د پوله‌ساتو ځواکونو پر رینجر موټر والوت.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.