Share/Save/Bookmark

کد مطلب :63547
تاریخ انتشار : يکشنبه 18 وری 1398 ساعت : 15:37:27

حکومت د سولې خبرو په موخه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ لومړۍ ناسته ترسره کړه

له طالبانو سره د سولې خبرو په موخه د روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ لومړۍ ناسته نن یک شنبه په کابل کې د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د پخواني ولسمشرحامد کرزي په شمول استاد عبدالرب الرسول سیاف، حمدالله محب، صلاح الدین رباني، محمد کریم خلیلي، سرور دانش، عبدالهادي مسلمیار، اسماعیل خان، دین محمد، ثریا دلیل، انور الحق احدي، د هیواد د مدنې ټولنې استازي ، د ښځو استازي، د خصوصي سکتور استازي، قضایه قوې استازي او دهیواد د مختلفو اقشارو استازو ګډون درلود.

ولسمشر وویل چې، وروسته له ډېرو سلا مشورو دا شورا تشکیل شوې ده، دا ناسته د څه باندې دوه میاشتو هلو ځلو، خبرو اترو او مفاهمې نتیجه ده او د ټولو ګډونوالو نه یې مننه وکړه چې د روغې جوړې په برخه کې مرسته کوي تر څو وکولی شي افغان وژنې ته د پای ټکی کیږدي او په هیواد کې وینه توئېدنه بنده شي.

ولسمشر وویل: « طبعا، په دغه ناسته کې د ټولو مشرانو خوښه ده چې په کوم ډول او په کومو معیارونو د مذاکراتي ټیم لپاره غړي ټاکي، خو هغه معیارات چې په تېرو میاشتو کې افغان ولس راسره په مشورو کې شریک کړي دي، هغه ته باید جدي توجه وشي. مثلا، د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو په ضد غږیږي، د نظام په ضد غږیږي او د ولسواکۍ پروسې په ضد غږیږي. دا هم باید یقیني کړو چې مذاکراتي ټیم باید د افغانستان نویو واقعیتونو ته په کتو د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او د نورو مطرح اقشارو استازیتوب هم وکړای شي.»

ولسمشر وویل، د ویاړ ځای دی د افغانستان د خلکو د مقدس آرمان «سولې» لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې د افغان حکومت د مشران، سیاسي او جهادي مشران او د مختلفو قشرونو د استازي په اتفاق سره راټولیږي او د خپل د راتلونکې په اړه مهمې پریکړې کوي.

ولسمشر وویل چې، زمونږ د نننۍ ناستې اجنډا دوې برخې لري، د روغې جوړې لپاره د استازي ټاکلو په اړه به فیصله وشي او د قطر په ناسته کې افغان حکومت د ګډون کولو د اجنډا او څرنګوالي په اړه به پریکړه وشي.

یادونې وړ ده چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله اردن کې د نړیوالۍ اقتصادي مجمع په څنډه کې وویل چې، له طالبانو سره د سولې خبرو د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ ناسته رامنځته کول د نوموړي په نوښت دی.

نوموړي وویل چې، د سولې مشرتابه شورا د رامنځته کیدو موخه طالبانو سره د خبرو ترسره کول او د افغانستان راتلونکي کې دغې ډلې سره د واک شریکولو څرنګوالی بولي او ټینګار کوي چې دغه شورا به دنده ولري څو په دې تړاو پریکړه ونیسي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.